کور / تازه خبرونه / ننګرهار: چاودنې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار: چاودنې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار د جلال اباد ښار جنوب لوري ته يوه زوروره چاودنه وشوه چې دوه تنه ماشومان يې ووژل ۱۷ تنه ولسي خلک او ۲ تنه د ملي اردو سرتيري يې ټپيان کړل. ځايي چارواکي وايي چاودنه د پخوانۍ څلورمې لوا د ملي اردو په يوه پوسته کې وشوه چېرته  چې د ملي دفاع وزارت لخوا راټولې شوې وسلې زېرمه کېدې . دننګرهار د والي د وياند احمدضيا عبدالزي په خبره چاودنه ناڅاپي شوې او دوی پلټڼې پيل کړي چې لامل يې څرګند کړي، بل لوري ته د چاودنې پړه هم چا نه ده منلې. د چارواکو په وينا ښايي چاودنې خلکو ته مالي تاوان هم اړولی وي.