د خواشینی وړ خبر

د لراوبر اداره | جون 25th, 2009


په یکشنبه د جولای دمیاشتې په (۲۱)مه نیټه په امریکا کې د پیام افغان پیاوړې ژورنالستې آغلۍ عایشه عبدالرحیمزۍ چې دا یو نیم کال راهیسې یی یو پروګرام په نوم دې تلویزونې مجله خپره ‌وو له دې تلویزون نه خپل استعفاء اعلان کړه . او دلیل یی هم د هغې په خپلواک پروګرام کې ددې تلویزیون د مسولینو او د تلویزیون نورو غړو لکه ښاغلی عباسي لاسوهنه او تشبث ‌وو.


آغلۍ عبدالرحیم زۍ دخپل د دندې پریښودلو دلیل د هغې د پروګرام سانسور وبله . باید وویل شي په بهر کې دا یوازینی پښتوپروګرام ؤ چې دا یو نیم کال راهیسې هره اونۍ د مونږ پوهانو د خپل نظرونه په کې څرګندول او زمونږ هیوادوال او په خصوص زمونږ پښتون قام لپاره چې دومره رادیویی او تلویزونې پروګرامونه هم نه لري یو لوی غنیمت ؤ د آغلۍ عایشې عبدالرحیم زۍ تلویزوني مجلی پروګرام په پښتنو کې په جهاني سطحه او لوړه سویه د پښتنو تر منځ د افهام او تفهیم یوه لار پرانستې وه.


په آخر کې غواړم دا وپوښتم :چې آیایوه تلویزوني مجله نه باید په ټولو مسایلو باندي ولس ته معلومات ورکړی؟
احترام !

Copyright Larawbar 2007-2024