کور / تازه خبرونه / حامد کرزى: طالبان دي هم رايه واچوي

حامد کرزى: طالبان دي هم رايه واچوي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا د دولت پر مخالفو طالبانو د رايي اچولو ږغ وکړ.


حامد کرزي د شنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل طالبان دي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د خپلي خوښي کانديد ته رايه ورکړي او هم دي په ولايتي شوراګانو کي خپلو کانديدانو ته رايي استعمال کړي.


ولسمشر کرزى چي خپله هم د ٤٢ کانديدانو له جملې څخه دئ په څو ځله يې پر طالبانو د سولي او په انتخاباتو کي د ګډون ږغ کړئ دئ.


خو طالبانو له مخکي لا د انتخاباتو له پروسې سره مخالفت ښودلئ او وايي د بهرنيانو په سته والي کي دوى د حامد کرزي حکومت دوى ته د منلو وړ نه دئ نو رايه به څنګه وکاروي.


په همدې کنفرانس کي ولسمشر کرزي وويل د ترهګرۍ خلاف جنګ به همداسي روان وي او په افغانستان کي د ولسمشر په ادلون بدلون به کوم توپير پکښي رانسي.