کور / تازه خبرونه / د امريکايي ځواکونو قراردادي ووژل سو

د امريکايي ځواکونو قراردادي ووژل سو


د خوست چاواکي وايي د شنبې په ورځ په دغه ولايت کي د امريکايي ځواکونو يو افغان قراردادي وژل سوئ دئ.


د خوست د عامي روغتيا رئيس اميربادشا منګل وايي حاجي ميرزاعلي خان نن سهار پر ځايي وخت لس بجې د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوئ دئ.


نوموړي په خوست ولايت کي د امريکايي پوځيانو د اړتيا وړ مواد د قرارداد له مخي ورته پوره کوله چي نن يې د خوست ښار ته نيژدې موټر پر يوه ماين باندي ختلئ دئ.


د ميرزا علي خان سره د هغه دوه کارکوونکي هم وژل سوي او د يوه کوچني په ګډون درې نور کسان ټپيان سوي دي.


دا په داسي حال کي ده چي پرون په همدې ولايت کي د امريکايي ځواکونو يو ژباړن هم د ماين په چاودنه کي وژل سوئ وو.


د ژباړن د وژلو مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستئ و او د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد ويلي هرڅوک چي د امريکايانو سره کار کوي دغه يې سزا ده.