فراه: پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

34 | جون 28th, 2009


د فراه چارواکي وايي په دغه ولايت کي تر شلو زيات کسان په له طالبانو سره په نښته کي وژل سوي دي.


د لوېديځ زون د پوليسو وياند عبدالبصير غوري وايي د بالابلوک په ولسوالي کي ايتلافي او افغان امنيتي ځواکونو په يوه نښته کي ٦ طالبان وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي او همدا راز په دې نښته کي دوه پوليس هم وژل سوي دي.


په يوه بله پېښه کي چي د همدې ولايت په پشت رود ولسوالي کي رامنځته سوې پنځه پوليس او اته طالبان وژل سوي دي.


د فراه د پوليسو يو افسر محمدنبي وايي دغه مرګ ژوبله هم له طالبانو سره په مخامخ نښته کي رامنځته سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024