نواز شريف: بوش د پاکستان د خلکو سره خيانت کوي
سعيد لودين
نوازشريف وايې چې د جورج بش دولت چې د مشرف غوندي يوه ډيکټاټور څخه ملاتړ کوي نو هغه د پاکستان د ولس سره د بر الا خيانت په معنی ده .
د فرانسوي ورځپاڼي فيګارو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف وويل چې د پاکستان خلک کله چې ګوري سپينه ماڼۍ د هغوی په هيواد کې د مشرف غوندي يوه ډيکټاټور نه ملاتړ کوي نو هغوی ډېر پرېشانه او نا اوميده کيږي .
نواز شريف وايې چې يوازي د مشرف ګوښه کېدل کولای سي چې د ۱۹ فبروری آزاد او ډيوکراټيکي ټولټاکني تضمين کړي .