کور / کیسه / ددوه مینو ترمنځ قرباني

ددوه مینو ترمنځ قرباني

دا یوه حقیقی کیسه  ده چې له یوپیړې نه مخکې واقع شوې ده ، داسې کیسه ده چې دوه پیاوړې عاطفې پکې غیږپه غیږشوي دي ، اوهرې عاطفې هڅه کړې چې پربلې بریالۍ شي، لومړی عاطفه دمیرمنې دمینې او دوهمه دموراوپلارسره دنیکي کولوعاطفه ده ، پایله یې څه ده؟؟  دغه کیسه زما ډیره خوښه شوه اوباورې یم چې ستاسې به هم خوښه شي.
دغه کیسه تقریبا د امویانو دحکمرانۍ پرمهال پیښه شوه چې اتل یې قیس ابن ذریح دی .
 د اوړې سره لمرخوله لګوله قیس دخپل کارپه خاطرپه خپله اوښه سپورشو د بنی کعب کلي نه تیریده چې د عربي دشتو سره لمرسخت تږی کړ .
دخرما ونې یې ولیدې خپل اوښه یې راوګرځوله ، دانودبنې کعب کلي وو  له خپلې اوښې نه کوز شو د خرما ونې سیورې ته یې دمه وکړه ، دخرما دبڼ څنګ ته کیږدۍ پلنۍ وې چې کوچیان پکې وسیدل  له کیږدۍ نه یو ه پيغله راووته قیس پرې غږوکړ چې تږی یم  پیغله کیږدۍ ته په منډه ننوته او د خاوریوجام یې له اوبونه راډک کړ قیس ته یې داوبو ډک جام ونیوه  قیس دپیغلې په لیدلو سره خپل زړه وبایله ،هغه نه پوهیده چې زړه یې ولې وبایله د پیغلې دغه عاطفوي چلند چې دته یې اوبه ورکړې اوکه نه دهغې طبعې ښکلاوه چې قیس یې راکش کړ.  اوس نوهغه اړشوچې باید هرځلې په دغې کلې تیرشي ترڅو دغه پیغله ووینې، پیلغه لبنی نومیده ، اخر یې  زړه راتنګ شو خپل حواس یې راټول کړل  زړه یې رالوي کړ اوخپله مینه یې ورته په ډاګه کړه ، هغې هم لاد واره زړه بایللی وو ، قیس ورسره دلینتوب تربریده مینه کوله او هوډیې وکړچې په پلاریې جرګه وکړي لبنی یې له دغه رازه خبره کړه هغې هم ورسره ومنله .
قیس خپل پلارسره په لبنی باندې دجرګې خبره یاده کړه  خوپلاریې ورسره موافقه ځکه ونه کړه چې پیغله دیوې غریبې کورنۍ وه ، پلاریې غوښتل چې دترور لور ورته واخلې خپلې مورته ورغی چې واسطه یې شي خوموریې هم د پلار پلوي وکړه او په سختو ټکوېې دغه خبره رد کړه. قیس دغم ، خفګان اوناهیلۍ سمندرپه مخه کړ، یوه ورځ په کورکې ناست وو چې حسین رضی الله یې کورته ورغی او هغه یې رضاعي ورور وو ډیره مینه یې ورسر ه لرله کله چې حسین رضی الله قیس خفه ولید قسم یې ورکړه چې ولې خفه دی هغه ورته خپله ټوله کیسه وکړه ، دحسین رضی الله عنه زړه ورباندې وخوږیده او ژمنه یې ورسره وکړه چې په دې کارکې به ورسره مرسته وکړي اوپه خپله به دغه بارته وګه ورکړي ، دواړه دبني کعب په لورروان شول د لبنی پلارچې د حسین رضی الله دورتګ نه خبرشو رامنډې یې کړې او ډیر ګرم روغبړ یې ورسره وکړ دمیلمستیا وروسته حسین رضی الله خبره وریاده کړه دلبنی پلارورته وویل : یادرسول الله ځویه که دې دچا په خوله ځواب هم راستولی وی هیڅ خبره نه وه خو باید دده پلار راغلی وی داخودعربوکلتوردی .
حسین رضی الله بیرته د قیس پلارته ورغی چې قناعت ورکړي له ډیر و هڅو او دلیلونو وروسته یې دقیس پلارپه دې راضي کړ چې لبنی سره واده وکړي ددواړوترمنځ واده وشوقیس ډیرخوشاله وو دواړو ډیرخو ږنوي ژوند راپیل کړ دوخت په تیریدوبه یې مینه نوره هم زیاتې ده قیس لکه څرنګه چې دخپلې لبنی سره مینه وه همدغه شان دخپل موراوپلارمنونکی ځوی هم وو، د لبنی سره د قیس په بې کچې مینې دهغه دمورپه زړه کې دنفرت تخم راشین کړ، ډیره کلونه تیرشول خو قیس پلارنه شو اوس نو دقیس مورپه دې فکر کې شوه چې خپل ځوې ته بل واده وکړي دقیس پلاریې هم دیته اړ وویست چې قیس ته قناعت ورکړی ترڅو بل واده وکړي ، او لبنې ته طلاق ورکړي ، قیس دموراوپلاردغه تصمیم په کلکه رد کړ ، پلاریې دلبنی په طلاق ټینګارکوو دځوی اوپلارترمنځ سخته جګړه روانه وه قیس د ژرندې ددوه عاطفوې پلونوترمنځ پریوت یوېې دمیرمنې مینه اوبل یې دموراو پلار نه پوهیږې چې کومې عاطفې ته دتسلیم سرټیټ کړي ، خپل پلارته راغي او ورته یې وویل که خبره دبچووې نو ته بل واده وکړه اوقیس به دغه کلي اوکورپریږدې ، لرې به لاړشي ډیرلرې ، خوپلاریې په دې ټینګار کوو چې باید هرومرو لبنی ته طلاق ورکړي ، خپل پلارپرې دومره ګران وو چې کله به لمرتیزشو بهربه ووت په پلاربه یې سیوری کوو اوخپله به لمرته ولاړوو کله چې به بیرته لبنی ته راغی ژړل به یې ، لبنی چې به دقیس حال ولیده هغه به هم په ژړاشوه اوکله چې به یې دخپل خسر ټینګار ولیده قیس ته به یې وویل ” پام کوه دپلاخبره دې ونه منې ځان به هم هلا ک کړی اومابه هم هلاکه کړي ”  خو دپلارفشارورځ په ورځ زیاتېده ، قیس اړشو چې لبنی ته طلاق ورکړي ، دلبنې کورنۍ راغله اوخپله لوریې بیرته بنی کعب ته بوتله هغوې په دې کارډیر خواشیني وو، کله چې یې له کوره ویستله دلته قیس یوټکان وخوړ ډیرسخت پښیمانه شو خو هر څه یې له لاسه ورکړي وو یواځې لفظونه ورته پاتې وو اوپه هغې به یې لوبې کولې،دلبنی مینه اوفراق به یې پکې تمثیلول
پلاریې ورته بل واده وکړ، کله چې ناوې کورته راغله قیس له ناوي سره هیڅ خبرې ونه کړې ، ورنیږدې نه شو او حتی ورته یې وهم نه کتل ، وروسته یې کورنۍ په دې خبره کړه چې دې غواړې دخپلو دوستانواوقومیانو دلیدلو لپاره له کوره ووځي کورنۍ یې اجازه ورکړه ، مدینې ته د خپل یو انصارې ملګرې دلید و لپاره ورغی ، انصارې ورته وویل : کله چې لبنی ستا له واده نه خبره شوه  نو سخت ډیریې وژړل او ویې ویل چې غدریې وکړ ما خو دبل چا سره له واده نه ډډه کوله .
دلبنې پلار معاویه ابن ابی سفیان رضی الله ته شکایت وکړ چې قیس یې دلورسره دغسې عمل وکړاو له طلاق نه وروسته یې په خپلو شعرونو کې یادوي . معاویه مروان ابن الحکم ته امروکړ چې که چیرته قیس بیا د لبنی به اړه څه وویل ویې وژني او دلبنی پلارته یې امروکړچې دلور واده یې له خالد ابن حازه سره وکړي پلار یې همدغسې وکړل ، کله چې قیس خبرشوپه چیغو یې وژړل او په خپل اس سپورشو د هغې کلي ته ولاړ، ژړل به یې  او له ځان سره به یې دغه بیتونه زمزمه کول
که لبنی داسې حجاب واغوست
چې لیدل یې راته ګران شو
نو دسهار نسیم به مو سره یو کړي
او داوړه به د لمرپریواته وینو
روحونه به مو په شپه کې
غاړې غړی شي
دقیس شعرونه دومره مشهور شول چې دهغه وخت سندرغاړوبه په خپلوسندرو کې ویل په ټوله عربي جزیره کې دخلکو دخوښۍ وړوګرځيدل تردې چې یوه ورځ دلبنی څښتن خالد لبنی ته پیغورورکړ چې قیس داسې او داسې یاده کړې یې لبنی له ډیرې غوسې تکه سره واوښته او خالد ته یې مخ کړ(قسم مې دې په الله وې چې لتاسره مې واده کې هیڅ رغبت نه وو، او ته په دې ښه پوهیږي چې هغه زما لومړنۍ څښتن وو هغه ما ته طلاق نه راکوو خو ډیر مجبور شو ، قسم په خدای لتاسره مې واده له دې امله وکړ چې د وخت امیر  فرمان صادرکړ که قیس بیا د لبنی کلي ته لاړ او دهغې په اړه یې څه وویل ویې وژني دهغه دژوند په خاطر مې لتاسره واده وکړ خو زه لتا غواړم چې ته نو رلما لرې شې هیڅ ډول اړتیا درته نلرم) خو خالد به لدېنه وروسته سندرغاړې کورته راغوښتل او لبنی ته به یې د قیس شعرونه ویل.
لږموده وروسته لبنی مړه شوه ، قیس له خپلو خپلوانوسره لاړ په مزاریې ودرید وچیغه یې کړي
لبنې مړه شوه
دهغې مړینه زما مړینه ده
ایا له لاسه وتلې باندې پښیمانې
کومه ګټه رسوي
زه به ټول عمر ژاړم
بیا په قبرراوغوړیده بې سده شوو کورنۍ یې کورته راوړه ، درې ورځې په همدغه یوحالت وو نه یې څه خوړل نه یې څکل او نه یې له چا سره خبرې کولې په دریمه ورځ مړشو او دلبنی ترڅنګ خاوروته وسپارل شو ، قیس د خپل موراوپلار لپاره دغه قرباني ورکړه سره له دې چې ډیر کتابونه دقیس دغه کار یوه تیروتنه ګڼي.