کور / شعر / سركشه

سركشه

 


مومند بابا ادبي بهير- لرغونى بلخ


 


هم يې سترګې هم باڼه، اوربل سركشه
هم اټك دى هم خيبر، كابل سركشه


ادم پلار يې غنم وخوړ په جنت كې
غنمرګه پښتانه چې شول سركشه


كه ابدال كه ناپيليون كه سكندر دى
دې نړۍ كې تېر دى هر اتل سركشه


دا خو زموږ د خوشالا له بركته
ووېل هر افغان ته هر مغل سركشه


څه له خټې پښتانه جوړ اوسپنيز وو
څه سندان د زمانې، لا كړل سركشه


له سركشه خاورې خټه يې ده جوړه
كه سركش اراك ليكي غزل سركشه