کور / تازه خبرونه / کوټه: د پروين ملال په وياړغونډه ترسره شوه

کوټه: د پروين ملال په وياړغونډه ترسره شوه

د دوشنبې په ورځ (د جون نهه ويشتمه) د كوټې په يوۀ لوى هوټل كې د ملګري ليكوال ادبي ټولنې له خوا د پښتو ژبې د نوميالۍ ليكوالې او شاعرې پروين فيض زاده ملال په وياړ يوه ستره غونډه جوړه شوې وه، چې په لسګونو ليكوالانو او شاعرانو پكې ګډون كړى و.


غونډه د ماځيګر پر پينځو بجو پيل شوه او د ماښام پر اته نيمو بجو پاى ته ورسېده. په دې غونډه كې د آغلې پروين ملال پر ادبي ژوند او كار و زيار باندې هر اړخيزې خبرې وشوې. دا چي دغه غونډه د آغلې پروين د لنډ سفر له امله- چي له كراچۍ څخه كوټې ته راغلې وه- په بيړنۍ توګه جوړه شوې وه، نو اكثرو ليكوالانو د نوموړې پر ادبي ژوند او آثارو باندې له ليكلو مقالو او ليكنو پرته په شفاهي ډول خبرې وكړې.


پروفيسر محموداياز وويل: پروين ملال په اوسمهال كې زموږ د ښځمنو شاعرانو له ډلې څخه نه يواځې يوه تكړه شاعره ده، بلكې هغه ډېره ښه كيسه ليكواله هم ده چې وايي تر ډېره يې پكې د خپل ښځينه توكم هراړخيزه انځورګري كړې ده.


همدا رنګه د غونډې يوۀ بل برخوال ډاكټر لياقت تابان د پروين ملالې كار و زيار ته په كتنې سره وويل: په پښتني ټولنه كې يوې پښتنې ته له خپله كوره را وتل او د ادب په ډګر كې دومره سترخدمتونه تر سره كول ډېر ناشونى كار دى. نوموړي وويل پروين له دې امله هم ډېره بختوره ده چي تر دې وروسته په كوټه، كندهار او كابل كې ګڼ شمېر خويندې د ادب ډګر ته را ووتلې چي وايي آغلې پروين ته يې د مخكښۍ پړونى ور پر سر كولاى شو.


د پښتو ادبي غورځنګ مشر صادق ژړك هم د آغلې پروين د شعر او كيسو په اړه لنډې څرګندونې وكړې خو ورسره يې غوښتنه وكړه چې په كوټه كې بايد د پروين ملال پر ادبي ژوند او د دې پر آثارو يو ستر سېمينار جوړ شي چې هم د نوموړې كار وستايل شي او هم يې آثار په بشپړه توګه وڅېړل شي.


ډاكټر عبدالروف رفيقي وويل: يو وخت مي د (درې پروينې) تر سرليك لاندې ليكنه كړې وه چي په هغه كې مي د ايران د پروين ، د پاكستان د اردو ژبې شاعر پروين شاكر او د پښتو ژبې د پروين ملال شعرونه سره پرتله كړي وو او هلته مي هم ويلي وو چي پروين ملال د ښځينو احساساتو ترجمانه شاعره ده.


د غونډې مشر مقدس خان معصوم بيا د پروين ملال د شعر په ستاينه كې وويل: د پروين شعر مي پر نورو ځانګړتياوو برسېره ځكه هم ډېر خوښېږي چي نوموړې په خپلو شعرونو كې ډېر ساده او كليوالي توري كارولي دي او هر چاته د پوهېدنې وړ دي.


همدارنګه په غونډه كې نورو ګڼ شمېر شاعرانو هم د آغلې پروين پر شعرونو او لنډو كيسو باندې لنډې خبرې وكړې. خپله آغلې پروين ملال د خپلو خبرو په ترڅ كې د كوټې د ليكوالانو په ځانګړې توګه د ملګري ليكوال ټولنې زښته زياته مننه وكړه او ويې ويل: سره له دې چې زه په ادبي غونډو كې له دې امله برخه نه اخلم چې له بده مرغه زموږ په ادبي غونډو كې ښځمنې نه وي، خو دا چي د كوټې ليكوالان ماته ډېره مينه راكوي نو د دوى بلنه مي پر سر سترګو ومنله او په دې غونډه كې مي- چي زما په وياړ جوړه شوې ده- برخه واخيستله.


پروين ملال د خپلو خبرو په پاى كې د غونډې برخوالو ته خپل څو شعرونه هم ولوستل چې د برخوالو له خوا زښت زيات وستايل شول.


د غونډې په پاى كې ډاكټر عبدالروف رفيقي آغلې پروين ملال ته د پښتنو له دود سره سم پړونى (ټيكرى) د مېلمستيا په توګه ور پر سر كړ.


په دې غونډه كې د آغلې پروين ملال په شمول لاندېينو شاعرانو ګډون كړى وو.


مسرور موسى خېل، نسيم ګل نسيم، محسن حسني، قاسم ابدال، يوسف ساحل، بوريوال كاكړ، بشراحمد ارماني، حبيب الرحمان تاثير، حافظ رحمت نيازي، مرتضى خان كاكړ، ناظر صادق، باركوال مياخېل، رازق فهيم، بركت شاه كاكړ، صادق ژړك، احمدشاه اعظمي، سهېل جعفر، عمر ګل عسكر، نصيب الله سيماب، جاويد اقبال اقبال، عثمان يوسفزي، علي كمېل قزلباش، فاروق سرور، شفيق العالم معذوريار، ډاكټر عبدالروف رفيقي، محموداياز، پروفيسر نظر پانيزي، دروېش دراني، سعيد ګوهر، مقدس خان معصوم.