کور / خبرتیا او پيغامونه / ښوونځى مجله له چاپه راووته !

ښوونځى مجله له چاپه راووته !

 


دكندهار له ښاره چاپېدونكې ښونځى مجله دكندهار دزدكوونكو دټولنې له لوري دپنځوسو 50 مخونو په جوړښت له چاپه راووته . دغه مهالنۍ خپرونه په ښه كتابت  ددرويشتو سرليكونو په ترتيب چاپ شوې ده . دښوونځي مهالنۍ خپرونې مشري عبيدالله تسل په غاړه لري چې شاوخواپنځلس كلن ځوان دى او دكندهار په استعداد لرونكوځوانانو كې شامل دى .
ددغې مهالنۍ خپرونې امتياز دكندهار دزدكوونكو دټولنې او اراكوزيا افغان اعلاناتو په غاړه دى  او له دې څخه ښكاري چې مالي لګښت يې هم ددوى له لوري وركول كېږي . دښوونځي مهلنۍ خپرونې په پاى كې درې پاڼي انګليسي ژبي ته هم ځانګړې شوي دي . ددغې خپرونې ډېره برخه ليكنې دځوانانو اوښوونځيو سره تړاو لري .