له همت الله امين زي سره دخواخوږۍ پېغامونه

د لراوبر اداره | جون 29th, 2009


له  ادیب همت الله امين زي سره د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيردخواخوږۍ پېغام


په خواشينۍ سره موخبرترلاسه چې دهېواد دنوښتګرې شاعرې ژورنالستې او خوږ ژبې ویاندې ګرانې خورادیبه ادیب اودتكړه ژورنالېست ،شاعر،ليكوال ښاغلي همت الله امين زي نيكه (ملك سعدالدين) له دې فاني دنياڅخه سترګې پټې کړې دي .
       مونږ ادیبه ادیب ،امين زي صاحب اوددوى له درنې كورنۍ ته دخپلې ژورې خواشینۍ مراتب وړاندې كوو،دوى ته دجمیل صبرهیله کوواودلوی خداى په درباركې ملك سعدالدين ته لاسونه لپه كوو.



د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير – دارالانشآ





دسپوږمۍ رسنيزاوكلتوري مركزدخواخوږۍ پېغام


په خواشينۍ سره موخبرترلاسه چې دهېواددتكړه ژورنالېست ،شاعر،ليكوال اودسپوږمۍ وېبپاڼې مرستيال ښاغلي همت الله امين زي نيكه (ملك سعدالدين)نن سهارپه خپل كوركې له دې فاني دنياڅخه وكوچېده .
مونږله امين زي اوددوى له كورنۍ سره دخپل ژورخفګان اظهاركوو،دوى ته صبرغواړواودبې نيازه خداى په درباركې ملك سعدالدين ته لاسونه لپه كوو.






محمدنعیم افغان


له همت الله امينزي سره په هرات ولایت کي دسپیني ادې دټولني دخواخوږۍ پېغام


په هرات ولایت کي دسپیني ادې دټولني غړي دپیاوړي ژورناليست ، ليكوال ،شاعر، اودسپوږمۍ وېبپاڼې دمرستيال ښاغلي همت الله امين زي دنيكه (ملك سعدالدين)په مړینه خواشني اوله امینزي اودهغه له کورنۍ سره په دغه غم کي ځانون شریک بولي اودلوی اومهربانه خدای په دربارکي دنوموړي دنیکه لپاره دمغفرت اودپاته کورنۍ لپاره دصبردعاکوي.





له همت الله امين زي سره د دچوپان خواخوږي


په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د تکړه ژورنالست، لیکوال او شاعر همت الله امين زي نيکه  “ملك سعدالدين   “د ابد لپاره له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي  دي .


انا لله وانا إليه راجعون


موږ له امين زي سره په دې غم کښي ځانونه شريک بولو، امين زي او دده ټوله کورنۍ ته له لويه خدایه (جل جلا له) څخه جميل صبر غواړو او ارواښاد ملك سعدالدين  ته د جنت فردوس دعا کوو.


په درنښت
چوپان

Copyright Larawbar 2007-2024