سپينه ماڼۍ:د بېنظير بوټو د وژني په هکله نه يو خبر

د لراوبر اداره | جنوري 6th, 2008


امريكا وئيلى دى چې مونږ په دې نه يو خبر چې دبينظير بوټو په وژنه كښې دې دالقاعده يا اسامه بن لادن لاس وى اولسمشر مشرف دترهګرۍ په خلاف په جګړه كښې زمونږ نژدې اتحاديي دي چي مونږ پرې پوره باور كوو.


 داخبرې دسپينې ماڼۍ وياند خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې ددې پوښتنې په ځواب كښې چې داسې خبرونه خپاره شويدى چې القاعده دبينظيربټو دوژنې مسئوليت منلی دي وياند ووئيل چې په دې اړه مونږ ته هيڅ ډول راپورنه نه دي ترلاسه شوې چې القاعده دې دبينظير بټو دوژنې مسئوليت منلی وى.


كه چيرې داډول راپورونه راغلي وي نو مونږ به پرې غور وكړو او وروسته به پرې غبرګون ښكاره كړو .

Copyright Larawbar 2007-2024