کور / علمي / د ارواسیا Eurasien د سیمې پر سر سیالې(2)

د ارواسیا Eurasien د سیمې پر سر سیالې(2)

اوراسیا: لومړۍ برخه


د متحدو ایالتونو ستراتیژې او د روسیې او چین موخې


له پورتنیو ارزونو او د اومه توکو له شمیرنو څخه دا پایله ترلاسه کېږي، چې د اوسنیو شرطونو له په پام کې نیولو سره ارواسیا Eurasien له جیوستراتیژیک پلوه د نړۍ تر ټولو مهمه او با ارزښته سیمه ده. د دغه ارزښت په باب د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر، جیمی کارتر د ملی امنیت سلاکار، زبیگنیو بریژینسکی ویلي:”هر هغه څوک چې اروسیا تر خپلې ولکې لاندې ولري، نو ښایي د نړۍ د تر ټولو پرمختللو او له اقتصادي پلوه د اغیزمنو سیمو له دریوو څخه پر دوو باندې واک وچلوي. یوازې نقشې ته نظر اچول دا روښانه کوي، چې پر ارواسیا  کنترول څه نا څه په اتوماتیک ډول پر افریقا باندې کنترول هم دئ” (Brzezinki, Zbigniew, 2003, S. 54 ).  … ځکه نو “ارواسیا د سطرنج هغه تخته ده، چې پر نړۍ باندې د راتلونکې برلاسۍ (تفوق) له پاره لوبه پرې تر سره کېږي” (Brzezinki, Zbigniew, 2003, S. 57 ). د بریتانوی هند پخوانی ویسرا، لارد کرزن لا په کال ۱۸۹۸ کې د اوراسیا منځنې برخې ارزښت ته نغوته کړې او ویلی و: ” ترکستان، افغانستان، د کسپین د سمندرگي شأ و خوا هغه ځایونه دي، چې … وژونکي خیالي داستانونه مالومیږي، خو زه له خپله اړخه اعتراف کوم، چې دا سیمې د سطرنج هغه دانې گڼل کېږي، چې د نړۍ د واکمنۍ له پاره، لوبې ورباندې کیدای شي” (اډامیک، لوډویک، ۱۳۷۸ ، مخ ۱۲۲) . په دې سیمه کې د نورو تر څنگ قفقاز او منځنۍ اسیا ډیرې مهمې سیمې بلل کېږي. دلته د کسپین د سمندرگي په شأ و خوا کې تر هرڅه دمخه د تیلو او گازو زیرمې ستر رول لوبوي. منځنۍ اسیا او په تیره د قفقاز سیمې ته د متحدو ایالتونو ” د نوې پیړۍ له پاره د ملی امنیت په ستراتیژۍ” کې ځانگړی ځای ورکړل شوی او په هغې کې د دې سیمې په باب راغلی: ” د کسپین سمندرگی به، چې د اټکل له مخې په کې ۱۶۰ میلیارده بیرله د تيلو زیرمې پرتې دي، په راتلونکو لسیزو کې د انرژۍ له پاره د زیاتیدونکو اړتیاوو په له منځه وړلو کې لا زیات او ارزښتناکه رول ولوبوي” (Jürgen Wagner / Andreas Seifert, S. 3).


د پورتنیو شیمرنو له مخې د طبیعي زیرمو په تیره د فسیلي انرژۍ د پېژندل شوو زېرمو څه نا څه درې پر څلورمه برخه د اوراسیا په سیمه کې پرته ده. د نړۍ څه نا څه پینځه اویا په سلو کې وگړي ژوند کوي. همدارنگه په هغې کې د نړیوال ټولنیز ناسوچه (ناخالص) تولید شپیته په سلو کې تولیدیږي (وگوري: لاندیني جدولونه). 
 نړۍ: سیمه (ساحه) په میلیون کیلومتر مربع

















سیمې


ارواسیا


افریقا او منځنی ختیځ


سویلي امریکا


شمالي امریکا


مساحت


۴۹.۸۹۴.۳۳۷


۳۲.۸۶۷.۷۰۵


۲۸.۱۷۶.۲۲۳


۲۳.۴۹۶.۹۰۰


نړۍ: د وگړو شمېر په میلیون
















سیمې


ارواسیا


افریقا او منځنی ختیځ


سوېلي امریکا


شمالي امریکا


وگړي


۴.۰۵۳.۴۵۵.۳۷۴


۷۶۹.۶۶۰.۷۲۸


۳۳۴.۹۱۶.۶۶۲


۳۸۶.۲۹۲.۰۳۶


نړۍ:  نړیوال ټولنیز نا سوچه (ناخالصه) تولید په میلیارد ډالرو

















سیمې


ارواسیا


افریقا او منځنی ختیځ


سوېلي امریکا


شمالي امریکا


تولید


۳۴.۰۰۰


۱.۵۰۰


۱.۷۵۰


۸.۱۰۰


 اخځ:Brzezinki, Zbigniew, Die einzige Weltmacht, 2003, S. 56   


سر بیره پر دې د ارواسیا په سیمه کې د چاپان، هند، د روسیې فدراسیون او د چین ولسی جمهوریت په څېر داسي مهم هیوادونه هم پراته دي، چې نه یوازې له ستراتیژیک پلوه مهم دي، بلکې په تیره چین او د روسیې فدراسیون د دا ډول سیاست فعال لوبغاړي هم گڼل کېږي.” په همدې سیمې کې پریکړه کېږي، چې آیا د روسیې فدراسیون به د نړیوال ځواک په توگه خپل دریځ بیرته ترلاسه او چین به وکولی شي، چې دغه دریځ ته ځان ورسوي او که نه. ځکه دغه دواړه هیوادونه په سیمه کې فعال جیوپولیتیک پلي کوي او په احتمالی توگه د امریکا د متحدو ایالتونو له برابرو سیمه ییزو سیالانو څخه ګڼل کېږي. ځکه نو متحدو ایالتونو دغه دواړه هیوادونه تر خپلې ځانکړې پاملرنې لاندې نیولي دي” (Mayer / Schmid, 1999, S. 23).


له همدې امله متحدو ایالتونو له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته او د سړې جگړې په بهیر کې د خپلې ټلوالې په مرسته او همکارۍ په دغې سیمې کې د پام وړ ستراتیژیکې برلاسې ترلاسه او په هغې کې د پاتې کیدو له پاره ټنیگې پوځي اډې جوړې کړې دي. له سړې جگړې په تیره بیا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې له پیښې وروسته متحدو ایالتونو د خپل اغیز د لا پراختیا له پاره د اوراسیا په سیمه کې خپل هاند و هڅه نوره هم زیاته کړې ده. په لنډه توگه سړی کولی شي ووایي، چې متحدو ایالتونو خپله اصلی پاملرنه د اوراسیا سیمې ته اړولې ده.


د دغې پاملرنې بنسټیز لامَل په دې کې هم نغښتی دئ، چې د نړۍ نورې برخې د ساری په توگه لاتینه امریکا او د افریقا وچه، د خپلو پام وړ طبیعي زیرمو په لرلو، سره د هغه هم  د اوراسیا په پرتله له سیاسي او امنیتي پلوه له کړکیچونو او له اقتصادي پلوه له بیوزلۍ سره مخامخ دي، چې د هغو له امله نشي کولي، متحدو ایالتونو ته گواښ رامنځته کړي. خو په ټولیزه توگه د اوراسیا د هیوادونو سیاسي، پوځي او اقتصادي ځواک، تر متحدو ایالتونو څخه پیاوړی دئ. نوځکه پر دغې سیمې باندې د متحدو ایالتونو مستقیمه او غیرمستقیمه واکمنې یو ژوندنی (حیاتی) کار بلل کېږي. ځکه د دې کار په پلی کیدو سره د امریکا متحده ایالتونه، د یووزری ځواک په توگه، کولی شي له خپل نړیوال اغیز او اقتصادي او سیاسي دریځ څخه په ښه توگه ساتنه وکړی، که نه نو دغه هیواد به له سترو اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخامخ شي  یا په بله وینا: که متحده ایالتونه غواړی د نړۍ د ستر ځواک په توگه خپل اوسني دریځ وساتي، نو اړینه بریښي، چې د اوراسیا په سیمه کې د نورو ځواکونو په پرتله مخکښ او برتر رول ولوبوي او د هغو ځواکونو له رامنځته کیدو څخه، چې وکولی شي د دغه هیواد سیاست تر خپل اغیز لاندې راولي، مخنیوي وکړي. په دې اړه نوي محافظه کاران، د متحدو ایالتونو ولسمشر ته مشوره ورکوي، چې د دغه هیواد له لارښود دریځ څخه ساتنه وکړي. په دې باب د متحده ایالتونو د ملی امنیت په ستراتیژۍ کې راغلي: “ولسمشر [باید] په پام کې ولری، هیڅ یوه بهرنی ځواک ته اجازه ور نه کړي، هغه ستره برترې، چې متحدو ایالتونو له سړې جگړې وروسته پر هغې بریالي شوي، ترلاسه کړي”(Jürgen, Wagner, 2003, S. 41).


سړی کولی شي، په اوراسیا کې د متحدو ایالتونو سیاست په درییو برخو کې  تر څیړې لاندې ونیسي.
د ارواسیا لویدیځه برخه: د متحدو ایالتونو د اغیز پراختیا د ختیځې اروپا په لوری د ناتو د پوځي سازمان او د اروپایي ټولنې د پراختیا له لارې؛
د اوراسیا منځنې سیمه: دغه برخه دوه مهمې ستراتیژیکې سیمې لري، چې په شمال کې یې منځنې اسیا او د قفقاز سیمه او په سویل کې یې منځني ختیځ پروت دئ. د اوراسیا منځنې برخه نه یوازې د تیلو او گازو د شتمنو هیوادونو لکه ایران، عراق، سعودی عربستان، کویت … او د کسپین د سمندرگي شأ و خوا سیمو د درلودلو، بلکې په هغې کې د افغانستان او د قفقاز د سیمې د ستراتیژیک پریوت له امله هم د پام وړ ده. قفقاز، چې د تور او کسپین سمندرگیو ترمنځ پروت دئ او د اسیا او اروپا وچه سره نښلوي، یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده. له همدې امله دا سیمه د امریکایانو له پاره سیاسي او اقتصادي ارزښت لري، چې ښه بیلگه یې د باکوـ تفلیس ـ جیحان BTC د تیلو او گازو د نل لیک جوړول دي. دغه پروژه، د ۶ ،۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت جوړه او د تیر کال د می په میاشت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د انرژۍ د وزیر له خوا پرانیستل شوه (وگوري: Spiegel Special, 2006, S. 11 ). پر سیمې باندې د اغیز موخه د انرژۍ په برخه کې د متحدو ایالتونو د گټو سمبالښت او د تیلو او گاز د نل لیکو کنترول (وگوري لومړۍ نقشه)،


لومړۍنقشه: د منځنې اسیا د تیلو زیرمې او د هغوي د لیږدولو لارې



اخځ:
Kneissl, K.: Die Politik der Pipelines, in: http://www.bmlv.gv.at/omz/ausgaben/artikel.php?id=395
د روسیې د هاندو هڅو د پراختیا او رول محدودول او همدارنگه د چین او د ایران د اسلامی جمهوریت د محاصرې بشپړول دي. د دغه ستراتیژیک ارزښت له امله متحده ایالتونو دولت په دې هڅه کې دئ، هغه په خپل پوځي شتوالي سره، چې ښه بیلگه یې افغانستان او عراق دي، تر خپل اغیز لاندې وساتي؛


د ارواسیا ختیځه سیمه: متحده ایالتونه دغه سیمه د امنیتي تړونونو له لارې تر خپل اغیز لاندې لري، چې ښه بیلگه یې په تیره بیا له جاپان او سویلي کوریا او د ارام سمندر له ځینو نورو هیوادونو سره امنیتي تړونونه دي.


 خو د اوراسیا د سیمې دغه جیوستراتیژیک او جیواکونومیک ارزښت، نه یوازې د متحدو ایالتونو د دولت او د هغه د ټلوالې او د دوي د تیلو د کنسرنونو د پام وړ ، بلکې د دغې سیمې د هیوادونو لکه د روسیې د فدراسیون ، د چین د ولسي جمهوریت او داسي نورو سیمه ییزو ځواکونو د ساری په توگه چاپان، هند، ایران او ترکیې له پاره هم ژوندنی ارزښت لري. تر ټولو دمخه د روسیې فدراسیون، منځنې اسیا او په تیره د قفقاز سیمه خپل سیاسي او امنیتي حریم گڼي او د دې غوښتونکې دئ، د سیمې ستونزې په خپله اوارې او د نورو ستونزو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړي او په دې هڅه کې هم دئ، چې په سیمه کې د متحدو ایالتونو اغیز له منځه یوسي او په دې توگه وکولی شي له اقتصادي، سیاسي او پوځي پلوه د شوروی اتحاد د وخت په څیر په نړیوال نظام او نړیوالو اړیکو کې فعال رول ترلاسه کړي. 


      متحده ایالتونه چین ته د یوه سیمه ییز ځواک په سترگه گوري، خو د نړیوال سیاست د پوهانو په اند، دغه هیواد په نړیوال نظام کې د”یوه ستر ځواک” د لوبغاړی په توگه خپل دریځ ثابت کړی دئ. د نړیوال ځواک دغه لوبغاړي په بیلا بیلو برخو، په تیره بیا په اقتصادي او پوځي برخو کې داسي ستندارد (ځانگړتیا) ترلاسه کړی، چې هغه د نړۍ د نورو سترو ځواکونو له ځواک سره د پرتلې وړ بولي. چین طبعاً له خپل دغه ځواک څخه په کار اخیستنې سره، د خپلو ملی گټو په تعریف کې بدلون راوستی. یا په بله وینا، ځواک یې پر اغیز (نفوذ) بدل کړی دئ. دغه هیواد اوس په نړیوال ډگر کې د نړۍ له نورو سترو ځواکونو سره د سیالۍ په لټه کې دئ او هڅه کوي، چې تر ټولو دمخه نور ستر ځواکونه د خپل ملی امنیت له سیمو څخه  شأ تک ته اړ او ان وباسي. ځکه د هغوي شتوالي او اغیز د خپلو گټو د ساتنې او پراختیا له پاره، نه یوازې خنډ، بلگې گواښ بولي.


     چین د شانگهای د همکارۍ سازمان په اډانه کې، خپلې سرحدي ستونزې د روسیې له فدراسیون او د منځنې اسیا له هیوادونو، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان سره اوارې او وکولی شول، په خپل شمال لویدیځ نا ارامه ولایت، سین کیانگ کې ځان له هر ډول امنیتي بوختیا څخه بې غمه کړي. د نړیوالې ترهگرۍ او د القاعده د شبکې په وړاندې جگړه کې د چین د برخې اخیستنې لامَل په هغې نړیوالې ټلوالې کې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې د ۲۰۰۱ کال کې د نومبر په میاشت کې جوړه شوه، هم د سین کیانگ د ولایت نا ارامي بلل شوې دي. ځکه د دغه ولایت له اتو میلیونو څخه زیات ترک ټبره مسلمان اوسیدونکي، اویغوریان له چین څخه د بیلتون غوښتنې په لټه کې دي. د چین د سیاستوالو په اند، دغه بیلتون غوښتونکي په افغانستان کې د القاعدې د ترهگرۍ شبکې له خوا روزل کیدل. سربیره پر دې روسیه د چیچن له بیلتون غوښتونکو، تاجیکستان د حزب التحریر او د اسلامی غورځنک له گوند، د ازبکستان دولت د ازبکستان د اسلامی حرکت د گوند له غړو او هند د کشمیر له بنسټپالو سره لاس او گریوان وو.  متحدو ایالتونو هم له دغې مناسبې موقعې څخه په گټې اخیستنې او د چین او د روسیې د فدراسیون په هوکړې سره، د “ترهکرۍ په وړاندې د جگړې” په نامه د افغانستان پولو ته څیرمه، د ازبکستان په خان آباد، د قرغیزستان پلازمینې ته نږدی په مناس او د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبه، کولاب او گورگان تپه کې د خپل پوځ له پاره هوایي اډې اجاره کړې. همدارنگه ترکیې د اینجرلیک هوایي اډه او پاکستان هم د ځینو امتیازونو لکه د څو سوو میلیونو ډالرو مرستې د ترلاسه کولو، د متحدو ایالتونو د بندیزونو د له منځه وړلو او د نړیوال بانک له خوا د ۱۱ میلیاردو ډالرو د پور د څیړنې د تر لاس لاندې نیولو په بدل کې، نه یوازې په ښکاره د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخیست، بلکې خپلې ۳ سترې هوایي اډې یې هم د متحدو ایالتونو او بریتانیا د پوځونو په واک ورکړې او په دې توگه پر افغانستان باندې د پوځي یرغل سازمانی پړاو تر سره او د ناتو پوځي تړون غړو هیوادونو د متحدو ایالتونو او بریتانیا په مشرۍ د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳پریکړه لیکونو پر بنسټ د طالبانو د راپرځولو، د القاعده د نړیوالې ترهگرۍ شبکې د روزنیزو کمپونو د له منځه وړلو او د هغې د مشرتابه د نیولو او یا وژلو په موخه، پر افغانستان ستر او پراخ هوایي یرغل پیل کړ. د جگړې هر یوی لوبغاړی او ملاتړ کونکی د” امتیاز ورکړه او امتیاز ترلاسه کړه” پرنسیپ له مخې  د خپلو ستراتیژیکو گټو د خوندي کولو په لټه کې و.


     که څه هم افغانستان په خپله نه د ستراتیژیکو گټو د ترلاسه کولو په لټه کې او نه هم د سترو ستراتیژیکو زیرمو سمبالونکی دئ، خو له شک پرته د خپل ستراتیژیک پریوت له امله د منځنې اسیا د بیلا بیلو ستراتیژیکو زیرمو د ویش کریدور گڼل کېږي. ځکه د کسپین  سمندرگی په وچه کې راگیر او ازادو سمندرونو ته لار نه لری، نو باید د هغه زیرمې په تیره، تیل او گاز، د نل لیکو په مرسته یا د تور سمندرگی، یا د مدیترانې د سمندرگی او یا هم د هند د سمندر له لارې مصرفي بازارونو ته ولیږدول شي (وگوري دوهمه نقشه). نو ځکه د نړیوالو لوبغاړو له پاره پر افغانستان باندې کنترول نه یوازې د دغې سیمې زیرمو ته د لارې پرانیستل او پر دغو زیرمو او د هغو د لیږدولو پر لارو د واکمنې په مانا، بلکې د ارواسیا پر یوه ډیر مهم قطب د کنترول تضمین هم دئ. یورگین شیفران Jürgen Scheffran هم دغې موضوع ته نغوته کوی او وایي: “افغانستان له نړیوالې ترهگرۍ څخه د ملاتړ په خاطر نه، بلکې تر زیاتې اندازې پورې د هغه د ستراتیژیک پریوت له امله، چې د بیلابیلو سترو ځواکونو د گټو ټگر ځای او د تیلو د لیږدولو څلور لاره (کریدور) بلل کېږي، تر بمبارۍ لاندې ونیول شو… ” (Scheffran, Jürge, 2003).


     د هیواد د دغه ستراتیژیک پریوت له امله، بیلا بیل نړیوال او سیمه ییز ځواکونه په دې هڅه کې دي، چې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو له پاره پر افغانستان  مستقیم او یا 



دوهمه نقشه: د منځنې اسیا د تیلو او گازو د شته او پلان شوو نل لیکو د تیریدو لوری


 


اخځ:
Kneissl, K.: Die Politik der Pipelines, in: http://www.bmlv.gv.at/omz/ausgaben/artikel.php?id=395
غیر مستقیم اغیز ولري که په روښانه توگه وویل شي، دغه لوبه د دوو ډولو لوبغاړو له خوا تر سره کېږي.


لومړۍ ډله: د اقتصادي پوځي ځواک خاوند هیوادونه یا په بله وینا بنسټیز (کلیدي) لوبغاړي، لکه ستر او سیمه ییز ځواکونه؛


دوهمه ډله: د ستراتیژیک پریوت او ستراتیژیکو زیرمو خاوند هیوادونه، چې د هغو په مرسته د لومړۍ ډلې پاملرنه ځانته ور اړوي. افغانستان د دغې ډلې ډیره روښانه بیلگه ده، چې د خپل ستراتیژیک پریوت له امله د متحدو ایالتونو او بریتانیا په مشرۍ د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) د غړو هیوادونو له خوا پر یرغل وشو.


له دغه یرغل څخه د ټلوالې، په تیره د متحدو ایالتونو موخه د دوه گونې ستراتیژې پلي کول و. په ښکاره لکه څنگه چې مخکنیو گرښو کې یادونه وشوه، د طالبانو د رژیم راپرځول او د القاعده د ترهگرې شبکې او د هغې د مشرتابه له منځه وړل دي. خو د ستراتیژۍ بنسټیزه موخه د منځنې اسیا د اومه توکو او فسیلي انرژۍ پر زیرمو کنترول، له دغو زیرمو، په تیره د هغو د لیږدولو له لارو څخه د روسیې او ایران محرومول، د چین او روسیې د محاصرې بشپړول او د هند او چین د لا زیاتې اقتصادي پیاوړتیا څخه مخنیوي دئ  (وگوري:Scheffran, Jürge, 2003).


خو د سیمې نومول شوي هیوادونه، په تیره چین او روسیه د شانگهای د همکارۍ سازمان د ځواکمونو هیوادونو په توگه، د متحدو ایالتونو دا دوه گونې ستراتیژۍ، خپلو ستراتیژیکو گټو ته گواښ وباله. نو ځکه دوي په افغانستان کې د طالبانو له راپرځولو او د القاعده د نړیوالې ترهگرۍ شبکې د روزنیزو کمپونو د له منځه وړلو وروسته، د ۲۰۰۵ کال د جولای د میاشتې په پنځمه نیټه، له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل، چې له منځنې اسیا څخه د خپلو پوځیانو مهال ویش وټاکي (وگوري: Kneissl, K., 2006). د همدې اغیز او نورو مسایلو له امله پنتاگون دې ته اړ شو، چې خپل پوځیان له قرغیزستان څخه پرته د منځنې اسیا له نورو هوایي اډې څخه وباسي. د همدې لامَل پر بنسټ، افغانستان له ستراتیژیک پلوه د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) له پاره لا نور هم مهم شوی دئ. خو د شانگهای د سازمان غړي او ناظر هیوادونه، په افغانستان کې د ناتو د سازمان پوځي شته والی نه یوازې خپلو ستراتیژیکو گټو، بلکې ان زمکنۍ بشپړتیا ته گواښ بولي او دا ویره بېځایه هم نه ده. ځکه د متحدو ایالتونو د څارگر سازمان CIA افسر، رالف پیترز په خپل جنجالی مضمون،”خونړې پولې”، چې د پنتاگون په یوې نامتو مجله کې خپور شوی دئ، لیکی: ” هغو کسانو ته په ځواب کې، چې نوې پولې اړینې نه او ان د هغو په اړه فکر کول له واقعیت څخه  لری مسأله بولي، باید یادونه وشي، چې په دغو پولو کې بدلون هیڅکله په خپل ځای ولاړ نه دئ او دغه شرطونه هم هیڅکله ثابت نه وو. ډیرې پولې له کانکو او کوزوو څخه نیولي بیا د قفقاز تر غرونو پورې دومره چټکې د بدلون په حال کې وي او دي لکه څنگه چې دولتونه خپل سفیران او استازي د سترگو په رپ کې بدلوي  (Ralph Peters, 2006). د هیوادونو تر منځ پولې که په تیره پیړۍ کې رامنځته شوې او یا د پیترز په اوسنې طرحه کې په پام کې نیولي شوي، موخه یې یوه ده او هغه د تیلو پر زیرمو او نل لیکو کنترول دئ. امریکایی سیاست پوه، فریدریک ستار  Frederick Starr په دې اوه وایي:”څوک چې وکړی شي، د نل لیکو د نقشې د پلی کیدو په اړه تصمیم ونیسي، هغه د نړۍ د یوې سترې برخې برخلیک ټاکلی شي” (Kneissl, K., 2006) . د دغې ادعا د ثبوت له پاره اړینه بریښي، یو څه تیر تاریخ ته نظر واچوو او دا راوسپړو، چې د فسیلي انرژۍ دیپلوماسی څنگه رامنځته او د کومو هیوادونو له خوا په کومه بڼه د عمل په ډگر کې پلې شوې او کېږي.


پاتې نور بيا