د کليو او پراختيا وزارت ۶ پروژې ګټي اخستني ته چمتو شولې

د لراوبر اداره | جولای 7th, 2009


د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام (٦) پروژي پدي ورستيو کي د ننگرهار په ولايت کي گټي اخستني ته چمتو شوي .

د دي ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پد ي پروژو کي د(٣٠١) مترو په اوږدوالي د يوه ټينگ استنادي ديوال جوړول ، دڅښاک داوبو ددوه ووڅاگانو جوړول او په هغو باندي دلاسي بمبو نصبول، او ددوه وو تشنابونو جوړول ، شامل دي .


يادي شوي پروژي د ننگرهار ولايت د لعل پور په ولسوالي کي د(٢٢٨٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو د ونډي په شمول بشپړي او له هغه نه څه د پاسه (٦٣٤) کورني ترينه گټه اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024