کور / راپور / له شهيد مولانا حسن جان سره مرکه

له شهيد مولانا حسن جان سره مرکه


د شهيدانو د رب په نامه





پښتو ژباړه: انور شاهين خانخېل پېښور ( کوزه پښتونخوا )برېښنا ليک: shaheenkhankhel@hotmail.com


زمونږ په بره او کوزه پښتونخوا کښې د مرګ ، ژوبلو، قتلونو ، ځان وژونکو، بل وژونکو حملو او د دهشت ګردانه اقدامات دومره زيات شوی دی چې خلق ورسره بلد شول او که له غټ نه غټ مذهبی يا سياسی مشر هم د دغو پېښو ښکار شی نو بس د يوې ورځې يا دوو ورځو له مظاهرو نه پس او يو څو اخباری بيانونو او له حکومت نه د قاتلانو د نيولو له غوښتنې نه پس خبره سړه شی چې په دغو د هشتګردانه پېښو کښې يوه غټه پېښه زمونږ د کوزې پښتونخوا د يو اعتدال پسند او حق ويوونکی دينی عالم شهيد مولانا حسن جان شهادت هم دے. او دا به ووايو چې مولانا حسن جان يو مظلوم شهيد دے او د هغۀ د مظلوميت يوه غټه نښه دا ده چې په کومو ورځو کښې دغه مظلوم شهيد شو نو داسې درنه جنازه سترې احتجاجی مظاهرې شوې وې چې د پېښور په تاريخ کښې ډېرې کمې شوی دی. او دغو مظاهره کوونکو کوشش کوۀ چې د هغۀ شهادت ته يو فرقه ايز رنګ ورکړی خو چې هرکله له شهادت نه مخکښې د هغه ارواښاد مرکې، بيانونه، مذهبی او سياسی نظريات په تېره بيا هغۀ پسې د روژې په مبارکه مياشت کښې د نکاح تړلو د مراسمو لپاره د راغليو کسانو د شکل او شباهت په باره کښې د ارواښاد د زوے بيانونه راغلل او خلق له حقيقت نه خبر شول نو خبره داسې غلې شوه چې هډو څه شوی نه وی او دغسې د دغه مظلوم شهادت هم د نورو ډېرو مظلومانو شهيدانو په شان د وختونو په تيارو کښې پټ شو. خو خېر د مظلوم وينه هيڅکله نه ضائع کيږی او يوه نه يوه ورځ به مونږ د دې خبرې کتونکی يو چې اسلامی نړۍ او په خاصه توګه زمونږ لره او بره پښتونخوا به د اسلام په پاکه نامه د راپېدا کړې شويو دهشت ګردو او د دوی د بادارانو او غولوونکو له وجود نه پاکه شی. او پښتانۀ به حقيقی او له امن او امان ، ورورولۍ، خوشحالۍ، سوکالۍ او ترقۍ نه ډک حقيقی اسلام طرف ته مخه کړی.


     تر څو چې د ارواښاد د وارثانو، شاګردانو او پېروکارو تعلق دے نو ضروری نه ده چې هغوی دې اوس دنيا په بله واړوی او مظاهرې دې وکړی او له حکومت څخه دے د هغۀ د قاتلانو د نيولو غوښتنه وکړی ځکه چې دا کارونه په پاکستان کښې هيڅ نتيجه نۀ لری او د نظر خاوندانو ته ښه معلومه ده چې په داسې ځايونو کښې چې امريکه څه غواړی هغه پروګرامونه عملی کيږی. لکه اوس تېره ورځ په ډېره اسماعيل خان کښې پاکستانی عدالت ٨٣  تنه خطرناک مذهبی دهشت ګرد بری او ازاد کړل او ورسره يې په يو وخت په کراچۍ کښې هم خطرناک مذهبی دهشت ګرد او د ځان وژونکو حملو تربيت ورکوونکے خلاص کړ چې معلومه نه ده دغو کسانو ته بيا څه ماموريت ورکول کيږی؟ دغه شان مونږ هره ورځ په خبرونو کښې اورو او لولو چې دومره دومره کسان سره د چاودېدونکو موادو، ځان وژونکو جاکټونو يا بمونو او وسلو سره ونيول شول خو بيا يې له انجام نه هيڅ خبر نه شو چې له هغو کسانو سره يې څه وکړل؟ نو ځکه مونږ له داسې عدالتونو او حکومتونو څخه د ښې خبرې طمه نه شو کولې بس د ارواښاد له وارثانو، دوستانو، شاګردانو او پېروکارو نه يواځې دا غوښتنه ده چې د  هغه شهيد د ژوند د وروستيو کلونو نظريات، عقائد، تګلاره، وېناګانې، بيانونه او مرکې دې مطالعه کړی او په هغو دې عمل وکړی او د نورو مذهبی چلبازانو په فرېب کې دې نه راځی او خداے پاک هر انسان ته عقل او شعور ورکړے دے او ازاد يې پېدا کړې دے پکار دی  د خپلې تګلارې فېصله په خپله وکړی ځکه چې په قبر او اخېرت کښې به هيڅ ملا او مذهبی او سياسی ليډر د چا پکار نه راځی هر سړے به په خپله د خپلې پوهې مطابق د خپلو اعمالو ځواب ورکوونکے وی. د خپلو ګلالو پښتو د ذهنی غلامۍ نه دازادېدو په هيله.


     دلته غواړم چې د دغه مظلوم شهيد هغه مرکه د خپلو پښتنو وروڼو خوېندو په خدمت کښې وړاندې کړم کومه مرکه چې ارواښاد له خپل شهادت نه څو ورځې مخکښې د ايران د اسلامی جمهوريت له رېډيو سره کړې وه او دغه مرکه بيا د دغه هېواد د مختلفو ژبو په رېډيوګانو کښې خپره شوه چې ما بنده هم دا مرکه د ايران د اسلامی جمهوريت د اردو ژبې له وېباڼې نه په پښتو کښې ترجمه کړه چې په دا ډول ده:


پوښتنه: دا وخت ځان وژونکې حملې په خپل جوبن کښې دی په تېرو ورځو کښې د سوات په يوه سيمه کښې هم په پوليسو باندې ځان وژونکې حمله وشوه او د يو پوليس افسر په شمول څلور سرکاری ملازمان ووژل شول تاسو دغو ځان وژونکو حملو ته په کوم نظر ګورئ؟


ځواب: د اسلام له رويه دغه حملې جائزې نه دی او هيڅ شرعی حېثيت نه لری او سراسر ظلم دے. که د پاکستان فوځيان دی او که پوليس ټول مسلمانان دی او زمونږ وروڼه دی. که ځان وژونکی په رښتيا د جنرل پروېز مشرف مخالف دی نو لاړ دې شی له هغۀ سره دې جنګ وکړی خپل مسلمان وروڼه ولې وژنی؟ مونږ د دا ډول ځان وژونکو حملو مخالف يو، غندو يې او يو غېر شرعی کار يې بولو.


 پوښتنه: تاسو او داسې نور اکثر دينی عالمان د دا ډول حملې غېر شرعی ګڼی او غندی يې هم، خو دا وفرمائئ چې دا حملې به کنټرول کيږی څنګه او کوم داسې عالمان دی چې دا حملې جائزې ګڼی او د دې د جاېز کېدو په باره کښې فتوې ورکوی؟


ځواب: زما دا ايمان دے چې دينی عالم د دې حملو ملاتړ نه کوی، البته د (( جېش محمد )) او (( سپاه صحابه )) غوندې ځينې اورپکی تنظيمونه دی چې کارکنان يې بېوقوف او ساده دی او د څه شعور نه لری هغوی د دا ډول فعاليتونه ترسره کوی. يا خو دوی بې شعوره دی او يا له خپل ژوند نه ستړی او بېزاره شوی دی او يا د پټو اېجنسيانو په دوکه کښې راځی او يا هم د پېسو په لالچ کښې ځان وژونکی فعاليتونه ترسره کوی.


 پوښتنه: نو ښه اوس   دا حملې څنګه کنټرولېدې شی ځکه چې په دغو حملو کښې نه يواځې قيمتی انسانان ضائع کيږی بلکې ځان وژونکے حمله کوونکے هم دوزخ ته ځی؟


ځواب: دا ټولې مسئلې د جهالت په وجه رامنځته کيږی. ځينې خلق ساده باده ځوانان د جنت په لالچ کښې ځان وژونکو حملو ته تياروی، دا د يو ډول برېن واشنګ دے په دې طريقې سره ځوانان ګمراه کوی او ځان وژونکو حملو ته يې تياروی.  


پوښتنه: ځينې عالمان حتی ځينې جهادی عناصر د دغو ځان وژونکو حملو ملاتړ کوی او د هغوی دا دعوا ده چې په دې طريقې سره به کښې اسلامی انقلاب راولی؟ 


ځواب: د انقلاب لاره دا نۀ ده دا يو جاهلانه فکر دے ، د دې نتيجه به يواځې په هېواد کښې قتل او غارت بازار ګرمول او اختلافات او تفرقه پېدا کول وی. د اسلامی انقلاب دوه لارې دی يا خو حکومت په کامله توګه ختمول او د اتحاد د طاقت په زور سره په ملک کښې انقلاب راوستل دی او يا هم د انتخاباتو او عوامی رايو په ذريعې سره د لائقو او اسلامی فکر لرونکو کسانو اقتدار ته رسول دی نو په دې طريقې سره په ملک کښې اسلامی بدلون راتلې شی. که دا طريقې اختياره نه شی او د ځان وژونکو حملو او د بمونو د چاودولو لړۍ شروع شی نو هيڅ مرام ته به و نه رسيږی او هيڅ انقلاب او بدلون به را نه شی.


 پوښتنه: تاسو ته د قبائيلی سيمو په باره کښې معلومات وی چې ځينې عناصر نۀ يواځې په دغو سيمو کښې ځان وژونکې حملې او چاودنې کوی بلکې د پاکستان پوليس او ملېشه ځواکونه او حتی عام خلق هم د حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور باندې نيسی، هغوی قتلوی او سر او د بدن اندامونه ترې پرې کوی. مثلاً دغو عناصرو څو ورځې مخکښې د ملېشې څو تنه ونيول او په هغو کښې د يو سر يې د يو ماشوم په ذريعې سره له تنه جدا کړ او د دغې غمېزې ويډيو فېلم يې هم جوړ کړ او په عامو خلقو کښې يې دغه ويډيو فېلم ووېشۀ. تاسو د دا ډول کارونو په باره کښې څه فرمائئ؟


ځواب: دا يو ډېر لوے ظلم دے. دا ټوله د لېونتوب او پاګلتوب نتيجه ده. د دا ډول کارونه کوونکی پاګلان دی. دا خلق د منفی پروپېګنډو او جذباتی نعرو په فرېب کښې راغلی دی.ځينې پټې ادارې د دغو بېوقوفانو له حرکاتو نه فائده اوچتوی. دا خلق د پاکستان خلاف او د هندوستان او اسرائيلو سره يې رابطې دی دوی په ملک کښې د امن و امان حالت خرابوی.


پوښتنه: مولانا حسن جان صېب! تاسو بالکل صحيح خبره کوئ ځکه چې د دغو ځان وژونکو حملو ، سر پرې کولو او د بدن د خرابولو منظرې لويديځ هېوادونه او صهيونېسټی مېډيا د خپلو ډله ايزو رسنيو په ذريعې سره ښئ نو ورسره ورسره دا پروپېګنډا هم کوی چې دا اسلام دے، يعنې د اسلام څېره په مسخ شوی شکل کښې ښئ. نو تاسو په دې باره کښې څه نظر لرئ؟


ځواب: چې څوک دا کارونه کوی اسلام بدناموی او طاغوتی او استعماری قوتونه له داسې اقداماتو نه فائده اوچتوی، د اسلام په خلاف پروپېګنډا کوی او د خپلو خلقو په ذهنونو کښې د اسلام په خلاف د نفرت او کرکې تخم کری.


پوښتنه: دا وخت چې په پاکستان کښې دغه ځان وژونکی اقدامات په خپل جوبن کښې دی نو تاسو د دې د اودرولو لپاره څه وړانديزونه لرئ؟


ځواب: په اصل کښې د دا ډول اورپکی عناصر د جنرل مشرف په پالېسېو او په افغانستان باندې د امريکې په حمله باندې خفه دی. جنرل مشرف په خپلو پالېسېو او سياستونو سره نه يواځې عوام د ځان مخالف کړل بلکې خلق هم په خپلو کښې د يو بل د سر دښمنان شول او بلې خوا ته امريکه هم خوشحاله نه ده او بيا بيا يې ويلی دی چې پاکستان د دوستۍ او ملګرتيا سم حق نه دے ادا کړے او د اسامه بن لادن او ملاعمر په پاکستان کښې د شتون په بانه پاکستان په نړيواله سويه هم بدناموی.


پوښتنه:کېدې شی چې د ولسمشر پروېز مشرف پالېسيانې غلطې او د اسلام په خلاف وی نو ايا په دې بانې باندې پکار دی چې د اسلام او جهاد نوم بدنام کړې شی او داسې اقدامات ترسره شی چې مسلمان خو لا پرېږده کافر هم د دا ډول اقداماتو له ترسره کولو څخه ويريږی؟


ځواب: بالکل جی ، مونږ هم د امريکې او د نېټو د ځواکونو مخالف يو او دغه شان د هغو ټولو اقداماتو مخالف يو چې کوم د دهشت ګردۍ په خلاف د جنګ په بانه ترسره کيږی خو د ځينو عناصرو لخوا په غبرګون کښې ځان وژونکې حملې او د بمونو چاودنې هم صحيح اقدام نه ګڼو.


پوښتنه: ايا په راتلونکو وختونو کښې د دې خبرې هيله لرلې شو چې دا حملې ختمې يا کمې شی؟


ځواب: انتخابات نزدې دی که ښۀ کسان په اقتدار کښې راغلل نو هيله کيږی چې کېدې شی چې د دا ډول مسائل کنټرول کړې شی.


يادونه: له دې نه علاوه ارواښاد مولانا حسن جان له دغه رېډيو سره د نورو سياسی او مذهبی مشرانو په ګډون سره يو ګول مېز کانفرنس هم کړے ؤ چې په هغه کښې يې په صفا الفاظو کښې ويلی وو چې کوم کسان د مسلمانانو په خلاف ځان وژونکی حملې کوی هغه به نېغ دوزخ ته ځی او نورې ډېرې په زړۀ پورې خبرې يې هم کړې وې خو له بده مرغه هغه اصل کانفرنس مې لاس ته رانغے او په همدې مرکه باندې بسنه کوم. ( زباړونکے )