کور / تازه خبرونه / دلوګر ولايت د ښوونځيودښوونکولپاره ورکشاپ جوړ سو

دلوګر ولايت د ښوونځيودښوونکولپاره ورکشاپ جوړ سو


د لوګر ولایت: نن د چنګاښ دمياشتى په ۲۰ نيټه، د لوګر ولایت د ښوونځيو د ښوونكو لپاره دساينسى مضامينو د لارښوونى ترعنوان لاندى ۱۲ ورځنۍ وركشاپ په لوګر ولايت د بى بى آمنى او د حضرت عمر فاروق په ليسو كى پيل شو.
نوموړی ورکشاپ د بلجيم موسسى په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری په لاره اچول شوى چى  ددی ولایت دمرکز او ولسوالیو دښوونځيو ۶۴  تنو نارينه اوښځينه ښوونكو ګدون كړى چی له مخه یی دساينسى مضامينو په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.
د یادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .