کور / راپور / کارګرو ته پاکستاني پاسپورټونه په افغاني تبديل سوه

کارګرو ته پاکستاني پاسپورټونه په افغاني تبديل سوه

په سعودي عربستان كي افغان كارګـــــران وايي چي  په سعودي عربستان كي ددولت لخوا دهغه اقدام څخه ډير خوش دي دكوم له مخي يي چي ددوي پاسپورتونه چي  له پاكستاني څخه افغاني ته تبديل كړل .


خودوي وايي چي  دپاسپورتونو دتبديلولو په  وخت كي ورته ستونزي بيداشوي اودوي په  شپو اوحتي ترمياشتي پوري نوبت ته انتظار وي ترڅو نوبت ورته ورسيږي .


 


دسيف  الله په نوم يوتن افغان چي  دسعودي دنجران په  ښار كي  اوسيږي اوجدي ته دخپل پاسپورت دبدلولو لپاره راغلي وو و ايي چي  يوه مياشت وراني يي پاسپورت وركړي  اوتراوسه يي نوبت لانه دي رسيدلي .


نوموړي وايي چي  پنځه ورځي وړاندي يي ورته ټليفون وكړاو ورته يي و يلي چي  راشه نوبت دي رسيدلي دي .


خو سيف الله ادعاكوي چي  دتيرو پنځورځو راهيسي پاسپورت په  انتظار دي اوتراوسه يي نه دي وركړي  .


نوموړي ويل چي  په  قونسل ګري كي نوبت نه مراعات كيږي ا و خلګ په شپو شپو انتظار وي ترڅو پاسپورت بدل كړي  .


 


خو ددي ترڅنګ دحبيب الله په نوم يوتن  چي  دجدي ښار كي دقونسل گري مخ ته ولاړ وو ويل چي  دوي نن سهار خپل پاسپورت وركړي  وو اواوس يي ترلاس كر اوخپل ملګري ته ولار دي ترڅو هغه هم پاسپورت ترلاسه كړي  اولاړشي .


نوموړي له افغان دولت څخه غوشتنه وكړه ترڅو په سعودي عربستان كي له مقاماتوسره خبري وكړي اوافغانانوته دويزي په ترلاسه كولو كي كوشش وكړي  .


خودجدي په شا ر كي افغان جنرال قونسل عبدالحليم ثاقب وايي چي  دروژي  په مياشت كي چي  دسعودي دولت پاﭺا سره افغان ﭺارواكيو موافقي ته ورسيدل اودافغانانو پاسپورتونه له پاكستاني څخه افغاني ته تبديلولو اجازه وشوه نو په هغه ورڅو كي دخلګو غوښتنه ډېر  وه اوهغه شپي ډېر  مراجعين وو .


نوموړي ويل چي  دهغه كسانو دشمير دزياتوالي له كبله دوي نه  شواي كولاي چي  په ورځ كي له سلونه زيات كسانو پاسپورتونه خلاص كړي  نو له همدي   كبله دوي په هغه كسانو ته وخت ټاكلو ترڅو په هماغه ټاكل وخت م راجعه وكړي او خپل پاسپورت ترلاسه كړي  .


 


خو ثاقب ويل چي  ددي ترڅنك دوي دوه تنه له مركز څخه راغلي دي ترڅو  دپاسپورتونو په بدلولو كي مرسته وكړي  .


هغه ويل چي  هره ورځ 100 تنه كسان چي  مراجعه كوي سهار يي    عريضي اخلي اوماشام يي بيرته پاسپورتونه ترلاسه كوي .
نوموړي ويل چي  افغانانو چي  كله له قونسل ګري څخه پاسپورتونه ترلاسه كوي نودخوشحالي څخه يي په خپلو ستركو موشي  او ورته خوشحاله كيزي .
 ثاقب وايي په قونسل ګرۍ كي  یي داسي يوه فضا رامنځته كړي  چي  دفساد مخه يي نيولي اوافغانان پرته له كومي ستونزي رازي اوسهار عريضه وركوي اوماشام خپل پاسپورت ترلاسه كوي .