کور / تازه خبرونه / اوباما: پر افغان پاليسي يو ځل بيا غور کوم

اوباما: پر افغان پاليسي يو ځل بيا غور کوم


د امريکا ولسمشر د سکاى نيوز سره په يوه ځانګړې مرکه کي ويلي پر افغان پاليسي به يو ځل بيا غور وکړي.


باراک اوباما ويلي د اګست تر ٢٠ وروسته چي په افغانستان کي د جمهوري رياست انتخابات وسي، امريکا به يو ځل بيا پر خپله پاليسي غور وکړي، چي څنګه په دغه هيواد کي د حکومت ضد وسله والو او تارياکو سره مبارزه وکړي، او په څه ډول د افغان پوليسو او پوځ شمېر او مهارتونه لوړ کړي.


باراک اوباما يو ځل بيا تکرار کړې چي نړۍ وال پوځونه به افغانانو سره د انتخاباتو په پروسه کي د امنيت په ټينګولو کي مرسته وکړي، خو امريکا به د هيڅ يوه کانديد ملاتړ او مخالفت تر انتخاباتو دمخه ونکړي.