کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / که يو خارجى د يو افغان وينه تويه کړي، بايد ژوندى پاتې نه شي.

که يو خارجى د يو افغان وينه تويه کړي، بايد ژوندى پاتې نه شي.

د لراوبر يادونه :


د لراوبر افغانستان ويبپاڼي اداره د افغانستان لپاره د جمهوري رياست لپاره د ټاکنو په ترڅ کي له هيڅ يوه کانديد څخه نه يوازي ملاتړ او ننګه نه کوي بلکي راروانو ټاکنواو کانديدانو ته چي د بهرنيو تر تاثير لاندي مخته ځي د شک په سترګه ګوري ، لاندۍ مرکه دداسي يوه کانديد ده چي لږ تر لږه د تورونو لګولو پر مهال هميشه اسناد او شواهد وړاندي کوي .دامرکه د نړۍ اوونيزي لخوا سوې ده دلته يي صرف د لوستونکو د معلوماتو په خاطر خپروو نه دا چي ګواکي د کمپايڼ يا ملاتړ په بڼه .  (( عبدالله احسان))



 د ولسمشرۍ کانديد رمضان بشردوست سره د نړۍ اونيزې مرکه
مرکچيان : فضليار او رغاند
 نړۍ : بشردوست صيب !که ووايئ چې ولې ولسمشرۍ ته کانديد شوئ او تر نورو کانديدانو د کومې ښې وړتيا له مخې ځان د ولسمشرۍ وړ ګڼئ؟
بشردوست : موژ نن يو نوماند نه لرو چې هغه عمل کې  ثابت کړي  وي چې هغه له دې خاورې سره مينه ولري،دوى خپلې شخصي،قومي او تنظيمي ګټې له ملي ګټو قرباني کوي،دوى چې کله وزيران وو څه يې  وکړل؟او چې په نورو څوکيو ناست وو څه يې وکړل؟يوازيني سړي چې په عملي توګه يې ولس ته امتحان ورکړ زه يم.
نړۍ: عام خلک وايي دا ټاکنې هسې نماېشي بڼه لري،پرديو پر لاره اچولي او په بهرني ملاتړ پکې خلک ټاکل کېږي؟
بشردوست: متاسفانه داد د کرزي صيب لاډسپېکر دى چې دا خبرونه خپروي اوکرزى صيب په دې افتخار کوي چې د بهرنيو هېوادونو غلامي يې کړې.
نړۍ : کرزى صيب د چا په غلامۍ افتخار کوي؟
بشردوست: کرزى صيب وايي چې زه امريکا ټاکلى يم که تاسو رايه راکړئ کنه زه پاچا کېږم اما اوباما هغومره چې له کرزي څخه د  جورج بوش د يتيم په حيث نفرت لري له هيچا نه نه لري.
نړۍ : د نورو کانديدانو په اړه هم دا خبره کېږي لکه اشرف غني احمدزى،ډاکټر عبدالله او يو شمېر نور د دوى په اړه څه نظر لرئ؟
بشردوست :  يو هېواد په يو وخت نه شي کېداى چې څلور کانديده ولري!
نړۍ: په بېلا،بېلو نومونو يادېږي،څوک برتانيه يادوي،څوک فرانسه يادوي او څوک نور!
بشردوست :  دلته تصميم څوک نيسي؟نه برتانيه يې نيسي نه امريکا غواړي داسې وکړي،امريکا داسې احمق هم نه دى چې په يو وخت څلور کانديده ولري که موژ نن ګورو چې اشرف غني هم کانديد دى،عبدالله هم کانديد دى او کرزى هم دا د دې مانا نه لري چې امريکا د يو ملاتړ نه کوي که د کرزي نه يې ملاتړ کاوه د اشرف غني د پاچاهۍ پوښتنه يې نه کوله.
نړۍ:بشردوست صيب!دا خبره مو روښانه نه کړه چې په ټاکنو کې د ولس رايه اوکه د امريکا ملاتړ ډېر ارزښت لري؟
بشردوست : زه په دې عقېده يم چې د خداى اراده د امريکا له ارادې نه ډېر ارزښت لري،هغه څه چې خداى پاک يې وغواړي که داوباما پلار يې وغواړي،اوباما که يې وغواړي او کنه څه چې کېږي.
نړۍ : يانې دا امکان نشته چې امريکا دې ټاکنو کې د لاس وهنې هڅه کوي؟
بشردوست : د امريکې هڅه دا ده چې دې ټاکنو کې لاس ونه وهي.
نړۍ:تاسو د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه څه ګڼئ؟
بشردوست:زما د وېبسايټ ادرس واخله هغه کې مې يوه دوه پنځوس ماده ييزه طرحه وړاندې کړې ده.
نړۍ : خو بيا هم که ووايئ د افغانستان لويه ستونزه څه ده چې بايد تر نورو وړندې حله شي؟
بشردوست : غټه ستونزه دا ده چې په دې خاوره کې  قاتلين، ظالمان، جنايتکاران او غاضبين واکمنان او وزيران دي،واليان دي،قومندانان دي،هغوى د پرديو هېوادونو غلامان دي.
نړۍ : يانې موخه مو اداري فساد ده؟
بشردوست : نه يوازې اداري فساد،اقتصادي فساد،اخلاقي فساد،سياسي فساد او نور دا ټول غټ،غټ فسادونه دي چې په افغانستان کې شته.
نړۍ : د دولت د وسله والو  مخالفينو په اړ ستاسو نظر څه دى؟د طالبانو او حکمتيار ډلې چې له دولته ناراضه دي که ولسمشر شئ پخلا کوئ يې؟که پخلا کوئ يې نو هغه څنګه؟
بشردوست : دوى له دولته ناراضه نه دي له کرزي نه ناراضه دي،دوى له فهيم نه ناراضه دي،دوى له دوستم نه ناراضه دي،دوى له خليلي نه ناراضه دي،دوى له رباني نه ناراضه دي،دوى له هغوى نه ناراضه دي چې سلګونه طالبان يې وژلي،که زه دا ټاکنې وګټم نو د دې ټولو قاتلينوځاى به محکمه وي.
نړۍ : خلک وايي کانديدان درې ډلې دي،يو هغه چې رېښتيا هم سيالي کوي،بله ډله غواړي راتلونکي دولت کې ونډه ولري او بله يې غواړي چې ځانونه مشهور کړي تاسې څه وايئ؟
بشردوست : زه نه پوهېږم چې تاسې څنګه د پينځه وېشت ميلونه افغانانو خبرې اورېدلي چې وايئ خلک داسې وايي ،مونږ د خلکو په نوم هېڅ وخت خبرې نه شو کولاى ،تاسې کولاى شئ چې ووايئ چې زما عقيده داسې ده.
نړۍ : که زما عقيده وي منئ يې؟
بشردوست : زه نه پوهېږم چې د ياسيني زړه کې څه دي،د احمد زړه کې څه دي،د محمود زړه کې څه دي،زه فالبين نه يم او علم غيب هم نه لرم.
نړۍ:په ټاکنو کې ځينې خلک بهرنى ملاتړ اړين ګڼي د مالي امکاناتو په برخه کې د بهرنيو استخباراتو ملتيا او داسې نور تاسې څه پکې وايئ؟
بشردوست : زه يوازې د خداى پاک اراده منم
نړۍ : د بهرنيو بمباريو په اړه څه وايئ؟
بشردوست :که يو خارجى د يو افغان وينه تويه کړي بايد ژوندى پاتې نه شي په هر ډول چې وي.
نړۍ : تاسې د پارلمان وکيل ياست،هلته مو ډېرې تېزې خبرې کړي ځينې خلک وايي دا خبرې ځکه کوئ چې ولس کې محبوبيت پيدا کړئ،تاسې رېښتيا هم دا موخه لرئ او کنه؟
بشردوست : هر څوک چې داسې وايي هغه دې هم تېزې خبرې وکړي چې محبوب شي(زر،زرکوه تا خو ويل پينځه دقيقې مرکه کوو،دا خو شل دقېقې شوه))
نړۍ:ځه خير دى بښنه غواړو،تاسو د پارلمان غړى ياست،تاسو وېل د افغانستان دولت کې قاتلين ډېر دي همدا ډول خلک وايي پارلمان کې هم داسې خلک شته تاسو د هغوى پر وړاندې لا څه غبرګون ښودلى او که دپارلمان چارې هم داسې لږې وارزوئ؟
بشردوست : پارلمان رامنځته شوى و چې د خلکو ستونزې حل کړي مګر اوس پارلمان خپله د خلکو لپاره يوه لويه ستونزه ده.
نړۍ:څنګه او په کومو برخو کې؟
بشردوست : په هره برخه کې،دوى چې راغلل،دوى ته اساسي قانون دا صلاحيت ورکړى و چې دوى امنيت راولي،عدالت راولي،نن د دوى وخت کې بې امنيتي ډېره شوې،رشوت خوري ډېره شوې،بې قانوني ډېره شوې،دوى متاسفانه خپله بې قانونه او بې عدالته دي.
نړۍ : تاسو د دې دومره کانديدانو شتوالى څنګه ارزوئ که کم شي ښه به وي او که همدومره په کار ده يانې دا د ټاکنو پر پايلو بد اغېز نه کوي؟
بشردوست : نه،د افغانستان خلک هوښيار خلک دي هغوى سم سړى پېژني هر افغان چې د اساسي قانون شرايطو سره پوره وي کولاى شي ځان کانديد کړي زه نه وايم چې دا ډېر دي که کم ځکه خپله کانديد يم.
نړۍ : که دا ووايئ چې نورو کانديدانو سره مو د ايتلاف هڅه کړې او يا غواړئ چې نور کانديدان در ته در مات شي؟
بشردوست:زه د ايتلاف سړى نه يم ،زه د معاملې سړى نه يم،زه نه شم کولاى چې د يو افغان رايه په ميلونونه روپو وپلورم.
نړۍ : ډېره مننه چې په ولاړه مو راسره مرکه وکړه.
بشردوست : تاسو نه هم مننه،ستاسو په اجازه لاړم.