کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / (اطهر عباس چې رښتيا وايي نو پر ملا ضعيف تبه راځي)

(اطهر عباس چې رښتيا وايي نو پر ملا ضعيف تبه راځي)


څرنګه چې لمر په ګوتو نه پټيږي همداډول له تيرو دريو لسيزو څخه را په ديخوا د پاکستان او په ځانګړي توګه ددغه هېواد کرغيړن استخباراتي سازمان (ای اس ای) له جنرال اخترعبدالرحمن څخه را نيولې تر احمد شجاع خان پاچا پورې د پنجاب شخصي ګټو په خاطر په افغانستان کې د افغان مظلوم ملت له وينو څخه ويالې وبهولې او د خپلو ځينو لاسپوڅوملي خاينانو او هېواد پلورونکو څيرو په واسطه يې  له زړو اوسپنو څخه را نيولې د پستې د اونو تر ريښو پورې يې پنجاب ته وليږدول او تر ننه پورې يې په نړيواله کچه نارې سورې وهلې چې پنجاب له هيڅ ډول ترهګرو څخه ملاتړ نه کوي او د تروريزم په جګړه کې له نړيوالو سره ځان ژمن ګڼي مګر له بلې خوا د افغان درديدلی ملت چې هر څه يې په خپلو رڼو سترګو ليدل تل په دې خبرې ټينګار کاوه چې د تروريزم اصلي ځالې په پاکستان کې دي او د پنجابي استخباراتو لخوا له روزنې او سمبالښت څخه وروسته دافغان وژنې له پاره افغانستان ته استول کيږي ، که څه هم د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه (بې نظير بهټو) په ډاګه داخبره کړې وه چې د طالبانو سره د طرحه شوو پلانونو په پلي کولو کې پاکستان مرسته کوله او مالي ملاتړ يې د سعودي عربستان پرغاړه وه او له بلې خوا د سعودي داستخباراتو پخوانی رئيس امير ترکی الفيصل د شرق الاوسط له ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي ؤ :(زه چې کله پاکستان ته لاړم نو د بې نظير بهټو په وخت کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير( نصيرالله بابر) راته وويل چې طالبان زما بچيان دي ) او د پاکستان لوړ پوړو چارواکو هم داخبره منلې ده چې د پاکستان استخباراتو له طالبانوسره هرډول مالي او لوجستيکي مرستې کړي دي مګر بياهم پنجابي واکدارانو اود عبدالسلام (ضعيف ) غوندي کسانو هڅه کوله چې اوښ له بار سره په بډه ووهي او پر دې خبره پرده واچوي خو د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهرعباس له دغه نه ترديدونکي حقيقت څخه توره پرده پورته کړه او له امريکايې تلويزيوني شبکې سره يې په ځانګري مرکه کې په ډاګه وويل چې مونږ له ملاعمر ، ملانذير ، جلال الدين حقاني ، ګلبدين حکمتيار او نورو طالبانو سره تراوسه پورې اړيکې لرو او کولی شو چې له امريکايانو سره يې خبرو اترو ته چمتو کړو او ددې خبرو په منلو سره د پاکستان اولسمشر اصف علي زرداري د انګليستان د تلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې لږ نور هم وړاندې لاړ او ويې ويل چې  نننې تروريستان پروني قهرمانان دي چې لنډ مهاله موخو او اهدافو ته د رسيدو په خاطر د پاکستان د دولت او استخباراتي سازمان لخوا منځته راغلي دي.
داچې پنجابيان ولې داتريخ حقايق افشا کوي او مخکې يې ولې دا خبرې نه کولې دا ددوی پنجابي فطرت پورې تړلې خبره ده مګر د حيرت وړ خبره خو داده چې ملا عبدالسلام (ضعيف ) او دده په شان نور ضعيف النفسه خلک چې دانه دلته خوري او هګې ګاونډي کورکې اچوي اوس به نو څنګه ددې خبرې سپيناوی وکړي چې دده پنجابي بادارانو د طالبانو په رامنځته کولو ، روزنه او سمبالښت کې کومه ونډه نه درلوده او نه يې لري؟  
 


په درنښت