کور / د سولې مجلې چلوونکې ډله د سولې ستره مشاعره کوي .

د سولې مجلې چلوونکې ډله د سولې ستره مشاعره کوي .

د سولې مجلې ادارې تابيا کړې ده چې د روانې مياشتې په اتسلمه  نېټه  د شنبې په ورځ په سيف الله کلا کې د سولې د يوې  سترې غونډې  کوربتوب وکړي .

ټاکل شوې ده چې  د غونډې لومړۍ برخه به څېړنيزو ويناوو او پيغامونو ، دويمه برخه يې مشاعرې او درېيمه يې موسيقې ته ځانګړې شي .

له تاسو او ستاسو له ټولو ليکوالو ، شاعرانو ، او مينه والو ملګرو څخه په ټېنګه غوښتنه کوو چې له مونږ سره په دغې غونډه کې برخه واخلۍ . او په ټولو پښتني سيمو سربېره په ټولو هېواد کې د سولې د ټينګښت د پاره چيغې اوچتې کړئ .

غونډه به د سيف الله کلا د ضلعي اسمبلۍ په تالار کې د ماسپښين په دريو بجو پيل کېږي .

بايد وويل شي چې هغه دوستان چې يا خو د زيات واټن او يا هم د ورپېښې ستونزې له امله نه شي کولاى په غونډه برخه واخلي . کولاى مونږ ته د غونډې په اړه خپل ليکلى او يا هم غږيز پيغام په لاندې ادرس راوليږي .

ssaqim@gmail.com
soola.magazine@gmail.com