کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريکايي او افغاني واکمنان دافغان ولس په وړاندي رشتيا وايي ؟

امريکايي او افغاني واکمنان دافغان ولس په وړاندي رشتيا وايي ؟

لومړۍ برخه      دوهمه برخه ۱۰ ـــ ۷ ـــ ۲۰۰۹                                                                                   ‌  

ستاهلمند يي سره لمبه  کړ   ته لا ويښ يي که  بيده؟


کلـي کـور يي کـنډوالـه کړ      ته لا ويښ يي که بيده؟


په دا سي حال کي چه د امريکا ولس مشر اوباما  څو هفتي مخکي دقاهري دالا ظهر په پوهنتون کښي د  يوي  مفصلي وينا په يوه برخه کي يي داسي وويل :


امريکا ابرو مندانه از آزادي ملت ها ، واصولي قانون دفاع خواهد نمود ۰ وما با جوامع مسلمان که نيز مورد اين تهديد قرارګرفته اند ، ياری وهمکاری خواهيم نمود ۰


ولي دوينا  په يوه بله برخه  کي ددموکراسي په هکله يي  بيا  داسي ويلي دي :


هيچ سيستم دولتی نبايد بالای ملتی از سوی ملتی ديګر تحميل شود ۰


دامريکا يي واکمنانودپورتنيو څرګندونو څخه په ښکاره ډول معلوميږي چه دکاغذپر مخ يو څه  او په عمل کښي نور څه تر سره کوي ۰  که دامريکا مشر تابه خپلو پورتنيو څرګندونو ته په ريښتينه  توګه    معتقد وي ، نو څنګه بيا ځان ته دا حق ورکوي او وايي : چه  دافغانستان راتلونکي ټولټاکني بايد په آزاده او دموکراتيکه فضأ کي تر سره سي ۰ايا دافغانستان دغه اوسني داوو کلونو سياسي حاکميت پر افغان يرغمل سوي ولس باندي دامريکا له خواه څخه نه دي تحميل سوي ؟ که داواقعيت ونه لر ي نو کوم سياسي حاکميت ته تحميل سوي حاکميت ويل  کيږي  ؟ او هم  يو مملکت چه دپردو له خواه تريرغل لاندي نيول سوي وي  نو دکوم نړيوال منشور پر اساس کيدلايسي چه په هغه مملکت کښي دي ير غمل سوي ولس دټولټاکنو له لاري  خپله ريښتينه اراده  څرګنده کړي ۰ ځکه نوويلايسو چه امريکايي او افغاني واکمنان وافغان ولس ته رشتيا نه وايي ۰  


اوس  نو ددوي دڅرګندونو څخه داسي نتيجه تر لاسه کولايسو ، چه امريکا  دافغانستان داوسني کړکيچ په هکله وخپلو پخوانيو ستراتيژيکي اهدافو ته دنيژدي کيدو يا رسيدو له پاره يواځي  وسياست ته تغير ورکړي دي ۰ او نور هر څه په افغانستان او منطقه کښي دخپلو پخوانيو ستراتيژيو سره سم مخ ته بيايي ۰چه ښه مثال يي دادي داوباما دتغير دسياست په لومړنيو مياشتو کښي دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل پرځاي  دهلمندپه ولايت يا په دې سر خلاصي زندان  کښي  داسي په  عصري  سلاحو مجهز  جنګي عمليات  د نهو ورځو راهيسي دامريکا تر رهبري لاندي دطالبانو په مقابل کي  مخ ته بيايي ، چه   روسي خبر ي اژانس په لومړي ورځ  دامريکا  دا نظامي عمليات دويتنام تر جنګ وروسته لومړني لوي جنګي عمليات و بلل  ۰ دا  ځکه چه  امريکا دا جنګي عمليات  دخپلو ۴۰۰۰ـــــ سمندري مجهزو  پو ځونو ،ډيرو  جنګي  جيټ  او نورو  الوتکو  ، ټانکونو اوتوپونو سره يو ځاي  دناټو دوو هيوادو او دافغانستان دمسلحو قواوو د  ډير شمير سر تيرو په ګډون مخ ته بيايي ۰ چه  دلومړيو درو ورځو دجنګ په درشل کښي دځينو جمعي رسنيو په حواله پينځه زره کورني ومهاجرت ته اړي سولي ۰ ولي ددي شديد جنګ دميدانه څخه په دې څو ورځو کښي هيڅ دقيق معلومات دژور نالستانو له خواه څخه نه دي نشر سوي ۰ داسي معلوميږي چه ډير حقايق ديرغلګرو او دملکي خلګو دتلفاتو او دکلو او کورونو دخرابيو په هکله دافغان ولس او جهانيانو څخه پټ ساتل کيږي ۰ په داسي حال کي چه ددوې په قول دا جنګي عمليات دولسواليو د آزادي او بيا په هغو کي دآزادو او شفافوټولټاکنوله پاره   تر سره کيږي ۰ او غواړي ددې مصنوعي ټولټاکنو له لاري   په افغانستان کښی خپل لاس پوڅي رژيم ته ترنوومختليفو   نقابونو لاندي دخپل نظامي او اقتصادي زور په زريعه دبقا شرايط نورهم  مساعد کړي ۰ که دوي په دي فکر کښي وي چه دا ستر جنګي  عمليات  ،  مصنوعي   ټولټاکني او دامريکا دنوي سياست شعارونه به په افغانستان کښي دامن او ثبات سبب سي ۰ دابه دامريکا دنوي اداري له پاره ډيره لويه سياسي تير وتنه وي ۰ولي کيدلايسي چه ددغسي سياستونو په کار اچولو سره به يواځي  ددوي دماتي وخت دانساني تلفاتو اودډيرو اقتصادي مصرفونو سره  يو ځاي   يو څه ور اوږد  کړي ، ولي نور څه به په لاس رانه وړي ۰ ځکه نو ښه به  داوا ي  ، چه دامريکا  مشر اوباما ددغه اوسني خوشبيني د  چانس څخه په استفاده   ددغسي مصنوعي ټولټا کنو پر ځاي  دافغانستان داوسني کړکيچ دسياسي حل له پاره ددولت دمسلح مقاومت سره ،   دبي ځايه شرطونو څخه تير سوي   اويو نړيوال کنفرانس يي د مقاومت د استازو، افغاني محلي شخصيتونو، ځيني  مستقل سياسي کار پوهانو او ددموکراتيکو ګوندونود نماينده ګانو   په شمول يي   دملګرو ملتونو تر مشري لاندي  را بللي واي ۰ چه دا به  په واقعيت کښي نه يواځي   دافغانستان داوسني کړکيچ ته دپاي ټکي ايښوول سوي واي ، بلکه دامريکا په مقابل کي  به داسلامۍ نړي او په ځانګړه توګه دافغان زوريدلي ولس  تنفر فيصدي به  هم لږ سوي واي  ۰ اوپه راتلونکي وختونو کي  به امريکا او ملګرو هيوادونو ته به يي نه يواځي په افغانستان کښي بلکه په منطقه کي به هم دنوي دوستي څه نا څه شرايط برابر سوي واي ۰


اوس که  په لږ دقت سره دبوش داداري  بهرني  جنګي سياست او عکس العمل  ته يي  چه  دفلسطين دمظلوم ولس   دډموکراټيکوټولټاکنو په وړاندي يي ښکاره کړ ،  اوبيا  دلبنان  دجون داومی نيټي پارلماني انتخابات چه د اوباما دتغير دسياست تر اعلانولو وروسته تر سر ه سول نظر واچوو ۰ ددوي دواړو مشرانو دخارجي سياست نيژ ديوالي   ډير ښه  معلوميږي ۰چه بيانو افغان ولس ښه قضاوت پکښي کولاي سي ۰ هغه داچه : دکاناډا دټورنټو سن په ورځپاڼه کي ـــــ  اريک ماکو ليس ـــــ ۱۴ ـــ۶ـــ ۲۰۰۹ ــــــ  داسي ليکلي دي :


  دتيري مياشتي په وروستيو کي دامريکا مرستيال ــــ جوزف بايډن ــــــ ليبنان ته ورغي او اخطاري ورکړ چه که په ډموکراټيک ډول دټاکل سوي حزب الله تر مشري لاندي ائتلاف انتخابات وګټي ، نو امريکا به پر لبنان چه ۳،۹ ـــ ميليونه وګړي لري خپلي ټولي مرستي به بندي کړي ۰


هليري کلنټن هم کټ مټ زيږ او ستوغ تهديدونه ورکړي وه ۰


ولي دبوش دحاکميت په دوره کښي کوم وخت چه په فلسطين کښي پارلماني انتخابات شروع سول ، دبوش داداري له خواه دنتيجو تر اعلان دمخه داانتخابات    آزاد او ډموکراټيک و بلل سول  ۰ ولي کوم وخت چه دفلسطين دخلګو اراده دحماس دغورځنګ دبيرغ په څنګ کي  ښکاره سول ، اود حماس غورځنګ   دامريکا دارادي خلاف د فتح غورځنګ ته په دې انتخاباتو کښي ماته ورکړه ۰ نو  دفعتأ امريکا اوغربي نړي داانتخابات ناسالم وبلل ، او دفلسطين دزوريدلي ولس دارادي په مقابل کي ودريدل او پر دې مظلوم ولس باندي يي اقتصادي تحريمونه اعلان کړل ، چه ددې څو کالو په نتيجه کښي يي دټولو قبول سوو نړيوالو بشري حقونو خلاف يي دامظلوم ولي با غيرته ولس يي   نه يواځي  داقتصادي سختو ستونځو سره مخامخ کړي ، بلکه دبي سارو اسرائيلي بشري جنايتو سره هم لاس او ګريوان کړي  دي   ۰


چه ددې پور  تنيو  بهرني تهديدونو په نتيجه کښي په لبنان کښي دامريکا په ګټه دحريري تر مشري لاندي ائتلاف دانتخاباتو له لاري  سياسي حاکميت ترلاسه اود حزب الله څخه يي پارلماني چوکي ډيري سولي ۰  ولي په فلسطين کي لا تراوسه خپلو اهدافو ته نه دي رسيدلي ۰


دامريکا  دپورتنيوکړونو څخه داسي نتيجه اخستلاي سو چه په ځينو هيوادونو کښي چه په اقتصادي او ستراتيژيکي پلوه وامريکا ته  داهميت وړ وي ، که  دامريکا قواوي هلته  شتون هم و  نه لري  ،  دوي   دهري ممکني وسيلي څخه په  استفاده  کوښښ  کوي چه په هغه مملکت کښي  خپل يو پلوي سياسي رژيم  داقتدار خاوند کړي ۰نو په افغانستان کي بيا  څنګه کيدلاي سي چه  ديرغلګرو دسلو زرو  مجهزو  عسکرو په  شتون کي دي  يو داسي  شخصيت قدرت تر لاسه کړي چه هغه دخلګو دارادي ښکارندوي وي ۰ ځکه نو دغه دټولټاکنو لوبه د امريکا،  غربي نړي او ديو شمير پلورل سوو افغانانو په شمول دافغان ولس دتيروتلو لپاره ددموکراسي تر پاکو شعارونو لاندي ، دسلګونو ميلينونو ډالرو په مصرف باندي مخ ته بيول کيږي ۰ چه  غواړي ددي لاري څخه خپل نوي ګوډاګي رژيم دنورو پينځو کلونو له پاره  دبرچي په زور پر افغان ولس باندي وټپي ۰ ولي  په اوس مهال کښي  داسي  معلوميږي ، چه ددي نوي رژيم په سر کي به بياهم کرزي ځاي پر ځاي کيږي ۰داځکه چه دامريکا نوي اداري ته هم دکرزي په څير داسي تجربه لرونکي بل  څوک نه معلوميږي  ، هغه دا چه کرزي نه يواځي دامريکا دګټو په نظر کي نيولو سره دمنطقي دهيوادونو سره په مناسباتو پوره پو سوي دي  ، بلکه دملت دارادي خلاف يي ديرغلګرو دهيلو سره سم دملی شتمنيود لويي برخي په سخاوتمندانه تقسيم کښي ديرغلګرو کمپنيو،لوي  جنګ سالارانو او ځينو افغاني تيکنوکراتانو  تر منځ  هم  لوي رول لوبولي دي ۰ چه داکار هم دده وزن  دامريکااو غربي نړي په وړاندي لوړ کړي ، چه دهغو دډيري خوښي سبب هم  ګرځيدلي دي ۰ ولي دبله  طرفه دامريکا مالي اواقتصادي بحران او   په افغانستان کښي دامريکا او ناټو په مقابل کښي دجهان اوپه ځانګړي توګه دمنطقي دهيوادونو غير مستقيم  مقاومت  دکرزي چانس نور هم ډير کړ ۰داځکه چه په اوس مهال کښي دامريکا دنوي اداري سره داسي   بيره هم معلوميږي چه که دکرزي پر ځاي بل شخص تعين کړي ، شايد امنيتي حالات نور هم دامريکا اوناټو  دمهار څخه ووزي ۰او دبله طرفه په دې لنډ وخت کي بل  داسي  شخص هم  نه سي پيداکولاي چه ديرغلګرو دبشري او اقتصادي جناياتو دپټولو لپاره دخلګو په وړاندي په يوه لحظه کښي ژړااو هم  خندا ولري ۰ ځکه نوکرزي  ددي ټولو امکاناتو په درلودلو سره په دې مصنوعي ټولټاکنو کښي دولس ورايو ته کوم ضرورت نه لري ، که يي دخلګو   ورايو ته يي ضرورت درلودلاي ، نو په هغه صورت کي بيا کرزي دغسي لوي جنګ سالاران چه دولس او دنړيوالو بشري حقونو دسازمانونو له خواه  په بشري او اقتصادي جناياتو متهم دي دخپلو معاونينو په حيث  يي نه ټاکل ، اونه به يي دملت دارادي خلاف دهغو سره معاملي کولاي ۰  ځکه دي   په دې پوهيږي چه دخلګو ريښتينه رايه په دې ټولټاکنو کښي داهميت وړ نه ده اوپه اوس مهال کښي فقط   هر څه دامريکا دارادي سره سم  مخ ته ځي ۰  ولي متاسفانه چه ځيني سياسي ګوندونه او ځيني روشنفکران بياهم دا مصنوعي ټولټاکنو ته د مشروعيت په هنداره کي ګوري ، او ددې امريکايي لوبي د دغه مصنوعي بهيرډول ته دنورو جنګ سالارانو او غربي تيکنوکراتانو په څير دوي هم ترخپله وسه ولي په تشو لاسو نڅاکوي ۰ چه دا خپله دامريکا او غربي نړي تر رهبري او حمايي لاندي دغه  نا مشروع ټولټاکنو ته ددوي دنظره يو مشروعيت ورکول هم دي ۰  ولي ددوي دااوسني   عمل چه په هره سطح کي قرار ولري دتاريخ دمحکوميت څخه ليري نه سي پاته کيدلاي ۰ داځکه چه دوطن په ګوټ ، ګوټ کښي دير غلګر ځواکونو او مقاومت تر منځ داسي شديدي جګړي ددواړو اړخونو دتلفاتو سره يو ځاي  رواني دي ، چه دناټو واکمنان يي هم هک پک کړي دي ۰ دپورتنيو واقعيتونو په نتيجه کښي داسي سوالونه رامنځ ته کيږي :


ــــ اياتاسو دغه په لس هاوو د جمهوري رياست کانديدان و دغسي جنګي جناياتوته  چه ديرغلګرځواک له خواه څخه  دهلمند او يانورو ولاياتو کي دټولټاکنو دشرايطو دآماده کولو له پاره  تر سره کيږي ، کوم نوم ورته ايږ دي ؟


ـــ ايا ستاسو وجدان ددغونو پاکو بي ګناه انسانوشهادت نه لرزوي ؟


ـــ ايا   تاسو دکومو نړيوالو قبول سوو بشري حقونو پر اساس د يرغلګر ځواک ودې سياسي لوبي ته ور ډانګلي دي ؟


ــــ ايا تاسو ددې يرغمل سوي  ولس دقهر  او تاريخ څخه کومه بيره نه لري ؟


ــــ ايا تاسو پوهيږي چه  تر کومه به امريکا او ناټو ستاسو ساتنه کوي ؟


ـــ ولي په ريښتينه توګه وخپل ولس ته لاس نه ورکوي ؟


 پای


اخځ :  افغان جرمن انلائين