کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا طالبان دپاکستاني چارواکو منځګړیتوب ته ضرورت لري؟

ايا طالبان دپاکستاني چارواکو منځګړیتوب ته ضرورت لري؟

 


                                             


دتیرې شنبې په  ورځ  ځینوخبري رسنیو خبرورکړچې دپاکستان دپوځ ویاند اطهرعباس له  CNN  تلویزونې شبکې  سره دخپلې  مرکې په ترڅ کې ویلي چې  هغوئ  دطالبانوله مشرانوسره  مستقیمې اړیکې لري  او که امریکا دې خبرې ته اماده وي چې  دهندپه مقابل کې  پاکستاني لوري ته په امتیازقائله شي نو هغوئ  دیته تیاردي چې دطالبانواوامریکې ترمنځ منځګړیتوب وکړي.


دښاغلي  اطهر دغه څرګندونې  له دوواړخونوڅخه  دبحث   وړ اوباید غور پرې  وشي.  


لومړی   داچې  :  ریښتیاهم  پاکستاني چاروکي له طالب مشرانو سره اړیکې لري اودهغوئ  داوسیدوپه ځای خبردي؟


اودوهم داچې : طالبان  دې ته اړتیالري چې ددوئ اوامریکایانوترمنځ دي  پاکستاني چارواکي   منځګړتوب  وکړي ؟


په پیل کې خودا باید وویل شي چې اطهرعباس هم  خپلې دغه څرګندونې په هغه لومړۍ ورځ  دپاکستان  دراولپنډۍ له ښارنه دپوځ په یوه اړوند خبرپاڼه کې ردې  اوهغه یې دده په وینا دمطبوعاتودسوء فهم  په معنی تعبیرکړې.


خوکه چیرې دنوموړي دغه څرګندونې واقعا په همدغه  مفهوم د ده څرګندونې وې  بیاهم دلاندې نیو وجوهاتو په اساس  هسې چټیات او بي معنی  څرګندونې بلل کیږي.


دطالبانودحکومت  دسقوط اوله هغه راوروسته  عیني واقعیتونه  په ښکاره توګه  دپاکستاني چارواکواوطالبانوترمنځ  دهر راز تعلقاتو اواړیکواحتمال په ټینګه ردولای شي  ، که واقعا دپاکستاني چارواکو اوطالب مشرانوترمنځ علائق موجود وای نو نن به ټول  طالب مشران دهغوئ دپخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په څیر دبګرام  ،ګونتنامو اودخلیج په سمندرکې دامریکایي زندانونوپه   ادرسونوښه  بلدوای .  


ځکه  دطالبانودمشرپه  سرخو امریکایانو په سلګونولکه  ډالره جائزه  ټاکلې اوپاکستاني چارواکي خودامریکې دلوي څارنوال Eric Holder په خوله  هغه څوک دي چې په شل زره ډالره  خپل مورهم  خرڅوي  ،نوکه واقعا هغوئ ته دطالبانودمشرپه اړه معلومات وای  ډیرمخکې به  یې لا دهغه په ورسپارلو داقیمتي  جائزه ترګوتوکړې وه .


پاکستاني چارواکي خو دموجودو اسنادو اومدارکوله مخې دانسانیت  په تاریخ کې په  غدر،خیانت  اوبي ننګۍ کې نړیوال ریکارډ لري ځکه هغوئ دڅوډالروپه مقابل کې  دطالبانوپلوي عربان په امریکایانو خرڅ کړل ،عربان څه چې دهغوئ بیګناه  تورسري اوماشومان  یې لا همداسې لاس تړلي دهغوئ دښمنانوته حواله کړل .


که څه هم دانسانانوپه سرتجارت  په ټولونړیوالوقوانینوکې یونامشروع عمل بلل کیږي ،خودپاکستاني چارواکو اوسپینې  ماڼۍ ترمنځ ددغوبیوزلانوپه سر ډیرې  چنې اومعاملې ترسره شوې.


پاکستاني چارواکي هغه څوک دي چې دامریکايې مصالحودتحفظ لپاره یې خپل ولس  اوهیواد دتباهۍ اوبربادۍ وروستۍ کچې ته ورساوه .


همدانن  ورځ دپاکستان ټول  پوځي هوايي ډګرونه  دامریکایانوپه مکمل کنټرول کې  دي ،پاکستانی پوځ  دجنرال دیوید پتریوس  اوامریکايي استازي هالبروک په قومانده  په سوات  ،جنوبي اوشمالي وزیرستان کې  دخپل ولس په ټکولولګیادی.


په جنوبي اوشمالي وزیرستان کې دپاکستاني پوځ له لوري امریکايي بي پیلوټه  الوتکوته  دبمبارۍ لپاره کوردینات ورکول کیږي ،اوامریکایان چې کله  دپاکستاني چارواکودښیګڼویادول کوی  نو هغوئ دتروریزم په خلاف  دلومړۍ کرښې ملګري یادوي.


نودداسې مشخصاتو  لرونکوچارواکو سره به  دطالب مشرانوداړیکوشتون ترکومه بریده    مصداقیت ولري.


که چیري واقعا دپاکستاني چارواکواوطالب مشرانوترمنځ دعلائقوموجودیت ثابت شي  نودابه له شکه  پرته په مستقیمه توګه دامریکایانو اوطالبانوترمنځ  داړیکودشتون په معنی وي .


ځکه  په اوسنیوحالاتویاپه اصطلاح دتروریزم ضدمقابلې کې په خپلواکه توګه دپاکستان ماهیت  اصلا وجود نه لري.


داطهرعباس په خبرو کې یوبل دیادولووړټکی داوه چې  دوئ دطالبانو له مشرملامحمد عمر ، مولوي جلال الدین حقاني  اوملانذیر سره اړیکي لري.


دطالبانودمشر اومولوي جلال الدین حقاني دواړوپه یوه ردیف کې راوستل خوپه هرصورت  خوله هغوئ دواړوسره دملانذیر یوځای کول  بل هغه  اثبات دی چې داطهرعباس دڅرګندونوپه  چټي والي  دلالت کوي .


ځکه  دطالبانودمشر اومولوي جلال الدین حقاني اوملانذیرترمنځ  مقارنه  اويوځای  کول دځمکې اواسمان توپیرلري .


دطالبانومشر په نړیواله کچه  معروف ،مشهوراودنړۍ دمطرحوشخصیتونوپه کتارکې  دافغانستان دطالبانودمشرپه توګه یادول کیږي ، همداشان مولوي جلال الدین حقاني دافغانستان دجهادیو ترټولومشهوره څیره   اودطالبانودیوه بانفوذه قومندان په حیث  منل شوې شخصیت دی،خوله دو ئ دواړوسره دهغه ملانذیریوځای کول چې د همدغوپاکستاني چارواکودبي كفايتي په نتیجه کې په جنوبي وزیرستان كې یله دوه کاله وړاندې راپیدا اوتبارز یې ورکړ بلکل  دحقائقودمسخه کولوپه معنی دی .


ځکه  ملانذیرهرچاته معلوم دی چې  دپاکستان دجنوبي وزیرستان دواڼه په ښارکې معلوم دفتراوکاروبارلري  ، دهغه  مربوط  ځینی افراد دهمدغوپاکستاني چارواکو له لوري اکما لیږي  او ټول لوجیستیکي اکمال يې خپله دپاکستاني پوځ له خوا ترسره کیدو.


په هرصورت  اوس راځودې خبرې ته چې  طالب مشران  ترکومه حده دې خبرې ته ضرورت لري چې پاکستاني چارواکي دهغوئ اوامریکایانوترمنځ  منځګړیتوب وکړي.


داخوښکاره خبره ده چې امریکایان  نن دنړۍ په کچه ځان  ترټولوغښتلی اوځبرځواک  معرفي کوي  اوټولې نړۍ  ددوئ دغه ادعاورسره منلې هم ده ،خویواځې طالبان دي چې  ددوئ دځبرځواکې دمنلوپه سر ورسره لانجه لري.


امریکایانوهم دخپل غرور له مخې  دهغوئ په اییل کولوخپل ټول زور وازمویوخوبي له دې چې په ټوله نړۍ کې یې خپل وقار اوحیثیت ترپښولاندې شو ی  وي نوریې هیڅ ورباندې ونکړای شول .


 اوس خپله همدغه امریکایان  دخپل نړیوال حیثیت داعادې لپاره  په دې لټه كې دي چې په هرممکنه  طریقې سره  وي له طالبانوسره دتفاهم  اوخبرې کولویوه لاره پیداکړي.


په هرنړیوال کانفرانس کې چې دافغانستان دقضیې  په اړه دائریږي دامریکا ټول ایتلافیان هم  ددغې قضیې په هوارولوکې دطالبانوپه رول اعتراف کوي .


نوداچې طالبان نن دمنطقې په اړونده مسائلوکې  دیوه فعال سهیم په توګه  مطرح شوی ځواک دی ،بیابه  دغه خپلواک ځواک  دخپلوقضایاوودحل په اړه دپاکستان اجیروچارواکوته دمنځګړیتوب څه ضرورت  ولیدل شي.


امریکایان  خپله  په مستقیم ډول له طالبانوڅخه  دمفاهمې اومحادثې  غوښتنه کوي ،خوطالبان  ترهرډول مفاهمې له مخه  له هغوئ څخه  دخپلوشرطونوعملي کول غواړي .


نوپه داسې حال کې چې طالبان   ددوئ دشرطونوله  منلوپرته  دامریکایانومستقیمې غوښتنې ردوي  ،داخبره به ترکومه  شونې وبلل شي چې  پاکستانیان دې  ددوئ  اوامریکایانوترمنځ دمنځګړیتوب  پروسه پرمخ بوزي.