کور / تازه خبرونه / فارياب: دوه ترکي عسکر وژل سوي دي

فارياب: دوه ترکي عسکر وژل سوي دي

.
په کابل کي د ناټو ځواکونو قومنداني وايي دغه دواړه پوځيان ترکان دي، چي تېره شپه د فارياب په ولايت کي په يوه ترافيکي پېښه کي وژل سوي دي
د ناټو د قومندانۍ په وينا په افغانستان کي يې سږکال د مړو پوځيانو شمېر ٢٠٠ تنو ته ورسېدئ.
ترکيه په افغانستان کي ٧٣٠ سرتېري لري چي ډېرى يې کابل ته څرمه په ميدان وردګ ولايت کي ځاى پر ځاى دي.