کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د فعاليتونو خبرونه

 

24 سرطان 1388


دكاپيسا ولايت دپوهنى رياست نوى تدريسي ودانۍ پرانستل شوه

د كاپيسا ولایت: نن دروان کال د چنګاښ د میاشتی په ۲۴ نيټه، دكاپييسا ولايت د پوهنى رياست نوى ودانۍ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنى وزير ښاغلى فاروق وردك، د نوموړى ولايت والي غلام غوث ابوبكر او د پوهنى رئيس عبدالغنى هدايت لخوا د پتي په پريكولو سره رسما پرانيستل شوه .

په هغه غونده كى چى له همدى امله جوړه شوى وه د پوهنى وزارت د نشراتو او عامه اړيكو رئيس او وياند محمد آصف ننګ، ديوشمير دولتى ادارو رئيسانو، ښوونكو اوزده كوونكو ګدون درلود.

نوموړى ودانى په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو كى د دوه جريبه دولتى ځمكى په ساحه كى د ولايتى بيا رغاونى تيم په مالي مرسته ۲۴۹ زره امريكايي ډالرو په مجموعي لګښت جوړه شوى، چى ۱۲ ادارى خونى، يوه مهمانخانه، دجنراتورخونه، دكتابونوګدام، د ساتونكو لپاره يوه خونه، د اوبو څښكلو څاه، د احاطى ديوار، ۴ عصرى تشنابونه او نور ضرورى ملحقات لرى.


اهد ای زمین به معارف ولایت غور

ولايت غور: محترم قربان یکتن از اهالی معارف دوست ولسوالی تیوره ولایت غور موازی یکنیم جریب زمین  خويش را جهت اعمار مکتب در اختار ریاست معارف آنولایت قرار داده است.

این هموطن ما زمین ملکیت شخصی خود را جهت اعمار مکتب ابتدائیه سه موچک در اختیار ریاست معارف آنولایت قرار داده است تا اطفال قریه متذکره از تعمیر اصلی و مجهز مستفید گردد.

وزارت معارف کشور ضمن سپاس گذاری از اقدام نیک این هموطنان ما، ازسایر همووطنان می خواهد تا با مساعدت شان معارف خود را یاری رسانند.


دبلخ  ولایت د دشهید ذبیح الله د منځنى ښوونځى د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښوودل شوه

دبلخ ولایت: نن دچنګاښ د مياشتي په۲۴ نيټه، د بلخ ولايت د شهيد ذبيح الله د منځنۍ ښوونځى د ودانۍ دبنسټ ډبره د نوموړی ولايت د پوهنى رئيس محمد  ظاهر پنهان لخوا په داسى حال كى چی دسيمى قومی مشرانو، استادانو اوشاګردانو ګدون درلود كيښودل شوه.

نوموړى تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکې د دوه جريبه ځمكى په ساحه كي چى د نوموړى ولايت د والى عطا محمد نور لخوا وركړل شوى ديونيسف نړيوالى موسسى په مالي لګښت د ۵۲ زره امريكايي  ډالرو په مجموعی لګښت د وليد عظيمى ساختماني شركت لخوا  د ۶ مياشتو په موده كى جوړيږى، چى ۷ درسى ټولګى، يوه ادارى خونه اونور ضروري ملحقات لری.

د يادونی وړده چى په نوموړى ښوونځى كې۲۰۰۰ تنه زده كوونكى چى ددى جملى نه يى ۱۵۰۰ تنه يى انجونى زده كوونكى په زده كړه بوخت دى. 


سنگ تهداب مکتب متوسطه نسوان تگاب اسماعیل در ولایت باد غیس گذاشته شد

ولایت بادغیس: امروز 24 سرطان سال روان، تعمير مکتب متوسطه نسوان تگاب اسماعیل ولایت بادغیس توسط ذبیح الله جیحون رئیس معارف و رئیس شورای ولایتی در حالی که تعدادی از متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند گذاشته شد.

تعمیر مکتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه در ساحه یک جریب زمین که از طرف اهالی معارف پرور منطقه در اختیار معارف گذاشته شده  به مصرف مجموعی 68 هزار دالر امریکایی به کمک مالی موسسه یونیسف درمدت 4 ماه اعمار گردیده، که دارای 6 صنف درسی، 2  اتاق اداری، چاه آب آشاه میدنی، دیوار احاطه، 6 مبرز باسایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که در مکتب متذکره به تعداد 420  تن شاگرد مصروف فرا گیری آموزش هستند که آمور تدریس آنها توسط 8 تن معلم پیش برده میشود. 


دنړيوال خوراکی پروگرام لخوا دخوست ولایت د پوهنی ریاست سره مرسته وشوه

دخوست ولایت: د نړيوال خوراکی پروگرام لخوا د خوست ولایت د ښوونځيو زده کوونکو لپاره 15789 کارتنه بسکیت د خوست ولایت د پوهنی ریاست سره مرسته وکره.

د يادونی وړده چی یاد شوی بسکیت به خوست ولايت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو د اول نه تر شپزم تولگیو زده كوونكو ته د مهال ويش سره سم د تاكل شوى هيئت په وړاندى توزيع شى.


د پوهنې په برخه كې د نړيوال خوراكي پروګرام نوې مرستې

دايكندي

د چنګاښ۲۴مه

نړيوال خوراكي پروګرام د پوهنې په برخو كې د خپلو مرستو په دوام سره داځل د دغو مرستو يوه نوې لړۍ پيل كړې چې له مخې به يې د ښوونځيو زده كونكو ته پاخه خواړه ويشل كيږي.

د دايكندي ولايت د پوهنې مسؤلين وايي چې د W.F.P لخوا په دغه نوي پروګرام كې چې نن د چنګاښ په ۲۴مه پيل شو د دايكندي د مركز نيلي او شهرستان ولسوالۍ د ۱۴ نارينه او ښځينه ليسو شاوخوا ۹۵۷۷ تنو زده كوونكو ته د غرمې ډوډۍ وركوله كيږي.

د نړيوال خوراكي پروګرام مسؤلين وايي په پام كې لري چې دالړۍ پر دايكندي سربيره د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

د دغه پروګرام له مخې به د روان تعليمي كال ترپايه دغو زده كونكو ته پاخه خواړه وركول كيږي.