کور / تازه خبرونه / شرم الشيخ: کرزي او ګيلاني ځانګړې ليدنه وکړه

شرم الشيخ: کرزي او ګيلاني ځانګړې ليدنه وکړه

د ناپېيلو هيوادونو په ١٥ – مه غونډه کي چي د مصر په شرم الشيخ ښار کي جوړه سوې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان صدراعظم له يو بل سره وليدل.


ولسمشر کرزي او صدراعظم ګيلاني يو وار بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو او تروريزم ضد جنګ باندي ټينګار وکړ.


ولسمشر کرزي د پاکستان له صدراعظم څخه وغوښتل چي افغانستان او پاکستان ته د تروريزم په له منځه وړلو کي ډېري هڅي په کار دي او دغه جنګ افغانستان په يوازي سر نه سي کولاى.


په مقابل کي صدراعظم ګيلاني د پاکستان له خوا ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چي هيواد به يې د افغانستان د ثبات او ترهګرۍ ضد جنګ کي دغه هيواد يوازي ه پرېږدي.