کور / طنز / خواران دې ژورنالېستان شي!!!/طنز

خواران دې ژورنالېستان شي!!!/طنز

په دې وروستيو کې لکه څرنګه چې تاسې هم پوهېږئ د انتخاباتي کمپاينونو بازار ښه ګرم دى هره ورځ غونډې  او جلسې وي،د هر کانديد په دفتر کې هرڅه شتون لري،د انتخاباتي کمپاين ترڅنګ اوس په دې دفترونوکې د پسه له غوښې نيولې،د چرګ،کب اونور غوښو ترڅنګ د پيپسي او يخو شربتونو سيالۍ هم په درځ کې روانې دي.
غرمه چې هر دفتر ته سر ورښکاره کړې نس مړيږي،خو که تور بيک دې تر شا و نو دا هرڅه درته دوه  چنده او په ډېره  عالي سويه ( هاى سويه ) مخې ته ايښودل کېږي،اوس نود ژورنالېستانو بازار هم ښه ګرم دى د غرمې ډوډۍ ترڅنګ يې د سهار او ماښام ډوډۍ هم په دې دفترونو کې حواله شوې،همدا وخت دى هر هغه څوک چې په وجود خوار وي نو زه يوه نېکه مشوره ورکوم چې ژورنالېست دې شي،لومړى دې هڅه وکړي چې د يو تلوېزون خبريال شي،ځکه د هر پروګرام پر سر به يې د نس مړولو ترڅنګ جېب هم ډکيږي،که خبريال نه شو نو کامره مين او يا د ډرېور خودې شي ځکه که په خبريال ووريږي نو په ده خو حتماً څڅيږي.
که له تلوېزون سره نه شو نو هڅه دې وکړي چې د کوم اژانس او يا اخبار سره ځانته کار پيدا کړي چې د خبر ترڅنګ يې په اخبارونو کې اوسايټونو کې انځورونه هم خپاره شي او سبا يې ورته وښيي چې د نس ترڅنګ به يې د جېب چاره هم وشي.
که له اخبار او اژانس سره هم مل نه شو نو کوښښ دې وکړي چې په راډيو کې ځان مقرر کړي دا مهمه نه ده چې څو معاش درکوي او يا يې نه درکوي نر دې شي ځان دې مقرر کړي تر معاش زياتې پيدا کوي.
او کله چې له راډيو سره مقرر شو نو په ځينو ګردي مېزونو کې دې هم غواړي او چې د هغه خبر خپروي نو د خپرېدو نېټه او د خپلې راډيو څپه هم ورکړي چې وايې وري څو چاره يې وشي.
که له ټولو هڅو سره سره بيا هم پاتې راغى او له يوه سره هم مقرر نه شو نو يوه بله غوره لار هم شته خو دا کار ځينې فعاله او زيرکه ځوانان ډېر ښه کولاى شي فقط لږ زړه،چالاکه خوله او د خبرو کولو هنر ولري.
هغه دا چې له څو کانديدانو نه دې د هغوئ له پېژندنې سره د هغوئ څو انځورونه هم واخلي او کله چې دا واخيستل نو هغه پيسې ورکوي په هغو پيسو دې يو څوپاڼې يوځاى کړي او مجله دې چاپ کړي اوپه هر ګڼه کې دې د کانديدانو  عکسونه او پېژندې چاپوي او پيسې دې ترې اخلي دا کار ډېر ګران نه دى لس،دولس زره په مجله ولګوه او څلوېښت زره جېب کې واچوه مهمه نه ده چې ته اوس له ځينو مضامينو پسې وګرځې بلکې انټرنېټ اوس دا هرڅه اسانه کړي نېټ ته کېنه او څو عاشقانه مضمونونه له څو رنګينو او عاشقانه تصويرونو سره را کاپي کړه او چاپ يې کړه له يوې خوا به له کانديدانو نه پيسې جېب ته درځي،شهرت به دې هم زيات شي او بله  خبر دا چې مجله به هم بېرته خرڅوې نو يوه ګټه به دې دوه شي.
او که دا يوه هم نه شي کولاى نو د څو کانديدانو عکسونه اخلئ او په هرځاى کې يې لګوئ او کله چې هغه وينا کوله نو شاته يې دريږئ او زنده باد او مرده باد د نارو ترڅنګ د ناره تکبير او … چغې وهه خو دا ګټه دومره نه ده لکه څومره چې په پورته اسانه کارونو کې ترلاسه کولاى شي.