کور / تازه خبرونه / کندهار: د فټبال ولايتي ټورنمنټ روان دئ

کندهار: د فټبال ولايتي ټورنمنټ روان دئ

 


په کندهار کي د پنجشنبې د ورځي راهيسي د هلمند، فراه، زابل، کندهار او چمن فټبال لوبډلو ترمنځ ولايتي سيالۍ پيل سوې دي.


د پنجشنبې  د ورځي لوبه چي د کندهار د بي منتخب (خراسان کلب) او چمن فټبال ټيمونو ترمنځ وسوه، درې د صفر په مقابل کي د کندهار بي فټبال کلب په ګټه تمامه سوه.


دوهمه لوبه پرون د جمعې په ورځ د کندهار اې (آريا کلب) او فراه ولايت ترمنځ وسوه چي دوه د يو په مقابل کي بيا هم د کندهار د اې لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده.


د کندهار د فټبال فدراسيون رئيس محمدنبي نيازى وايي دغه لوبي به په روانه اونۍ کي ټوله هفته دوام وکړي او نيژدې ورځو کي په پام کي لري چي د کابل او مزار ولايتونو لوبډلي هم کندهار ته د سياليو دپاره راوغواړي.


د ښاغلي نيازي په وينا نن د شنبې په ورځ به د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د چمن او فراه ولايت ترمنځ لوبه ترسره سي.