کور / سياسي / ازاد او منصفانه انتخابات که ناکراري؟

ازاد او منصفانه انتخابات که ناکراري؟

 


د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کي د افغانانو د گډون مسله ډېر اهميت لري ځکه که چيري په انتخاباتو کي خلک پراخه برخه وا نه خلي، د حکومت مشروعيت به لا کمزورى سي، پر حکومت باندي به د عامه خلکو اعتماد لا کم سي، او طبعاً د خلکو او حکومت تر مينځ به فاصله او ليري والى لا زيات سي.  بلخوا، په انتخاباتوکي د عامه خلکو پوره گډون ددې فرصت برابروي  چي خلک د خپلو غوښتنو سره سم يو حکومت جوړکړي، متقابل اعتماد او ويسا زياته سي، او د حکومت مشروعيت لا غښتلى سي.


که څه هم، د لبنان او ايران په انتخاباتو کي زياتو کسانو برخه اخيستې وه، خو د افغانستان  انتخاباتو په ارتباط غالب نظر دا دى چي اکثره خلک به په انتخاباتو کي برخه وا نه خلي.  اساسي علت دا دى چي امنيت نسته او بل دا چي پدې تېرو کلونو کي د حامد کرزي حکومت دونه زياتي خرابۍ کړي دي چي نور نو عادي افغانان له ډېرو دوراغجنو ژمنو څخه ستړي او بېزاره دي.  مگرکه چيري افغانان غواړي چي په حکومت کي بدلون راولي او خپل په راتلونکي حکومت کي ونډه ولري، هغوى مجبوره دي چي د موجوده کانديدانو له جملې څخه يو انتخابات کړي او رايه ورکړي.


 انتخابات تحريمول ښايي په ځينو مواردو کي ښه او موجه پاليسي وي، خو نن سبا د ښاغلي اشرف غني په شتون کي افغانان کولاى سي چي د يوه مرکز او مشر پر شاوخوا راغونډ سي او د کرزي حکومت پسي  واخلي.  ښاغلي اشرف غني واقعا يو پوه او مترقي الټرناټيف دى. د انتخاباتو لوى مشکل هله وي چي په کانديدانو کي سړى نه وي او خلک حيران وي چي چا ته رايه ورکړي، مگر دمگړى د افغانستان په روانو انتخاباتو کي اشرف غني او حامد کرزي تر مينځ د داخلي پاليسيو څخه نيولې بيا تر خارجي پاليسيو پوري جدي او بنسټي اختلافات او توپيرونه سته.  اشرف غني د بدلون،  امنيت، سولي، سالم حکومت، پاکي ادارې، او د اقتصادي انکشاف لپاره روښانه او عملي پروگرام لري، خو په مقابل کي حامد کرزى د اته کلني ناکامي دورې ژوندي تاريخ لري.  د دغو دوو کانديدانو تر مينځ انتخاب ډېر زيات سوچ او چورت ته اړتيا نلري، بلکي د دواړو تر مينځ څرگند تفاوت سته.  پدې اونۍ کي د ټولو رپوټونو اجمال لولئ.


مېرمن پاتريشا ديجينارو د جولاي پر ١٧ مه د متحده ايالاتو په مشهور او وتلي سياسي ويب سايټ  هفينګټن پوسټ کي پخپله تحليلي مقاله کي  “افغانستان: دخروج واقعي سراتيژي- ازاد او منصفانه انتخابات” تر عنوان لاندي ليکي:  په جنوبي افغانستان کي ٤٠٠٠ مرين عسکر په طالبانو پسې گرځي.  خو له بده مرغه، همدااوس لا د تلفاتو شمېر زيات دى، او د تشدد او مرگ ژوبلي گراف تر بل هر وخت جگ دى.


هيله دا ده چي افغانان د اگست پر ٢٠ يو نوي جمهورريس انتخاب کړي، ځکه اوسنى ولسمشر گنگس او له حالاتو چور لټ بېخبره دى.  حامد کرزي د جنگ مديريت او زياتره حکومتي چاري گردسره بهرنيانو ته ورخوشي کړي دي، او خپله لگيا دى د جنگسالارانو او قاچاقبرانو سره رنگ په رنگ معاملې کوي او په حکومت کي د مقامونو  وعدې ورسره کوي. 


مېرمن پاتريشا ليکي ښايي دا ډول سياست او سلوک پخوا مناسب وو مگر نن سبا  غوره پاليسي ځکه نده چي حامد کرزى  هره ورځ په زياتېدونکې توگه د عامه خلکو ملاتړ له لاسه ور کوي. 


حامد کرزي نهايت منفور دى.  له هغه وخت راهيسي چي حامد کرزى مشر سوى دى، په عامه افغانانو کي د هغه محبوبيت ٦٠ فيصده را کښته سوى دى.  افغانان له اداري فساد او ليډرشيپ له نشته والي څخه ستړي  او اندېښمن دي.  او پټه دي نوي چي زياتره افغانان له جگړمارانو څخه کرکه لري کوم چي رشتيا هم بايد په هاگ کي واى نه کابينه کي.  د هغه يو مرستيال بد نام فهيم دى چي قاچاق، برمته کول، او په تور بازار کي د وسلو  په خرڅلاوکي  مهارت او اوږده سابقه لري.  د هغه بل ملگري مشهور قاتل دوستم دى چي په ډلييزو وژنو کي پوره لاس لري.  حامد کرزي هله خلک هک پک کړل چي  پنځه مشهور قاچاقبران يې معاف او ازاد کړل.  د پنځو واړو خپلوان د حامد کرزي په کمپېن کي کار کوي.


حامد کرزى پدې انتخاباتو کي يو ځل بيا وښوده چي هغه د ځان د انتخابېدو لپاره د هر ډانگي او قاچاقبر سره معاملې ته حاضر دى. هغه د خلکو د ژوندانه او د اقتصاد د بيا راژوندي کېدو لپاره هيڅ پلان او فکر نلري.


پداسي حال کي چي غرب په بيلونهاوو ډالره په افغانستان کي لگوي، خو غرب نه غواړي چي دا ومني چي همدا نغدي مرستي او ډالر د يو څو وزيرانو، جنگسالارانو، او د مخدره موادو قاچاقبرانو جېبونو ته ځي.  هغوى هم نغدي پيسې لري او هم يې ښې مځکي اخيستي دي. په افغانستان کي، يوازي همدغه خلک نغده پانګه لري.  هغوى ځانونو لپاره غټي ماڼۍ، کوټۍ، او کورونه جوړ کړي دي.  دا پداسي حال کي چي افغانستان د نړۍ تر ټولو غريب هېواد دى او زياتره خلک او ماشومان هره ورځ له قحطۍ سره  مخامخ دي.


بلخوا، لدې ټولو کمزوريو او ناکاميو سره سره بيا هم ځيني خارجي مبصرين لا هم وايي چي حامد کرزى جدي سياسي رقيب نلري.  خو حقيقت دا دى چي جدي سيالان سته.  دا ځل افغانان خپله مجبوره دي چي په حکومت کي بدلون راولي.  ځکه په افغانستان کي بدلون د ټولو په خير او گټه دى، په تېره بيا د افغانانو خو سل په سل کي په گټه دى. 


د حامد کرزي لپاره څو الټرناټيفه سته، يو د بهرنيو چارو پخوانى وزير عبدالله دى او بل د ماليې پخوانى وزير اشرف غني دى.


عبدالله يو ډاکټر دى.  هغه د احمدشاه مسعود نژدې ملگرى وو.  ښه دپلومات دى، او د اشغالگرو قواوو سره د معاملې کولو چل ښه ورځي. 


بلخوا، اشرف غني څه وخت د کرزي مشاور وو. هغه مترقي نظريات لرى او  په تجربه يې ښودلې ده چي بدلون راوستلاى سي.  هغه په ټوله اسيا کي د ښه ماليې وزير لقب گټلى دى، هغه وتوانېدى چي گمرکات اصلاح کړي او ماليات راغونډ کړي او جنگسالاران او محلي واکمنان دېته مجبوره کړي چي مرکزي خزانې ته دولتي عايدات ور انتقال کړي.  ډاکټر اشرف غني د خپل ژوند زياتره برخه د انکشاف او غربت او فقر د ورکولو لپاره کار او تحقيق کړى دى، او کېداى سي چي د افغانستان لپاره ډېر گټور تمام سي. 


حتمي خبره دا ده چي بايد راتلونکي انتخابات ازاد او منصفانه وي، د گردو کانديدانو سره مساوي او برابر کومک وسي، او بالاخره بين المللي ټولنه بايد انتخابات وڅاري او نه بايد د يوه خاص کانديد په پلوي کمپېن وکړي.  که چيري رايه اچوونکي د انتخاباتي پروسې پر مشروعيت باندي بې اعتباره سي، بين المللي ټولنه مجبوره ده چي همدااوس لا د ايران غوندي يو پاڅون او ناکراريو ته ځان چمتو کړي.  که چيري دا کانه وسوه د ټولو لپاره به خطرناک عواقب ولري.


افغانان پدې ارزي چي خپل مشر خپله انتخاب کړي.  دوى حق لري چي بدلون راولي.  که چيري د افغانانو همدا حق يا د بين المللي ټولني دکمزوريو له امله او يا هم د حامد کرزي د ټگي برگي له کبله صدمه وويني، د دې امکان سته چي په افغانستان کي يو ځل بيا کورنى جنگ شروع سي.  افغانان سوله او ښه راتلونکې غواړي.   


بلخوا، د واشنگټن پوسټ د جولاي پر ١٨ مه ليکي امريکايي مرين عسکر د هلمند خانشين په ولسوالۍ کي طالبان سمدستي مات کړل، خو د هغوى همدې چټک بري د حاکميت او حکومت خلا را مينځته کړه.  پدې سيمه کي، نه ولسوال، نه قاضي، نه پوليس او نه هم د حکومت نور موسسات سته. 


خو د عراق درسونو مرين عسکرو ته دا ښودلې ده چي سياسي خلا بايد ژر ترژره گډه سي.  سمدستي څو تنه ملکي امريکايي ماهران او مشاوران خانشين ته ور غلل. فقط په څو ورځو کي يې ولسوال مقرره او د افغانستان بېرغ يې د بازار په مينځ کي پورته کړ.  په هلمند کي، د مرين قومندان لاري نيکلسن وايي،”د دې جنگ فوکس بايد طالبان نوي بلکي فوکس بايدخلک وي. اصلي خبره دا ده چي څرنگه هغو کليو او ټولنو ته ژر تر ژره ځآنونه ورسو چي تر اوسه پوري يې په ډار او ټرور کي ژوندکاوه.”    د مسلکي او پوه مامورينو کمښت هر ځاي له ورايه شکاري. 


امريکا او ناټو غواړي چي د اگسټ د انتخاباتو لپاره څه امنيت برابر کړي.  هغوى وايي د رايه ورکونکو  تحريم به قومي انډول خراب کړي.  که څه هم د نوم ليکني پروسه پخوا ختمه سوې وه، په هلمند کي راجسټرېشن جاري دي.  مامورين وايي ٥٠ او ٦٠ د رايه اچولو مرکزونه به پرانيزي،او ښايي د ٨٠ فيصده رايه ورکونکي و کولاى سي چي رايه ورکړي.


امريکايي مامورين وايي د دايمي ثبات او سولي د ټينگېدو لپاره يو قوي او پاک افغاني حکومت ضروري دى. همدااوس، د افغان حکومت ددې قابليت او استعداد نلري چي يو ځاي پخپله وساتي. 


بل پلو، د نيويارک ټايمز اخبار د جولاي پر ١٦ مه ليکي په افغانستان کي د امريکا لوى قومندان جنرال مک کريسټل وايي په هلمند کي امريکايي عسکر د طالبانو له شديد مقاومت سره مخامخ سوي ندي، خو د ولايت په شمال کي برتانوي عسکر څه مشکلات ويني.  هغه دغه راز د هېواد په شمال او  غرب کي د طالبانو نويو عملياتو او فعاليتونو ته هم اشاره وکړه.  هغه وويل، “طالبان څه سره منظمېږي او دلته هلته بريد او تېښته کوي. هغوى انتظار باسي چي څه به پېښ سي.  زه فکر کوم چي دا به يو څو مياشتي وغواړي. مگر بالاخره جنگ د عامه خلکو د زړونو د گټولو په خاطر دى.  عامه خلک عموما د ښه او موثر حکومت سره مل او ملگري وي.”


مک کريسټل وويل د عملياتو بل پړاو د هلمند ښارگوټو ته غزېدل دي، هلته هم بايد افراطيان سټ سي، او سيمه د افغان حکومت لپاره پاکه او امن سي.  هغه وويل ددې جنگ د حل کلي دا ده چي کله به افغان حکومت ددې جوگه سي چي خپل امنيت پخپله وساتي. 


نيويارک ټايمز وايي يو عالي رتبه امريکايي مامور وايي کندهار د طالبانو تر فشار لاندي دى. همدا مامور اضافه کوي په جنگ کي موږ يو لاسي او منظم نه يو.  موږ په جلا جلا محلي جگړو لگيا يو. 

.