کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ارواښاد شهید سردارمحمد داود خان په الله وسپارﺉ

ارواښاد شهید سردارمحمد داود خان په الله وسپارﺉ

دجرمني هیوااد ، نیټه : ۱۹ جولای ۲۰۰۹

 په وروستي وخت کې دارواښادشهیدسردارمحمدداودخان په هکله ډیرې لیکنې ترسره شوې دي . دارواښاد شهيد داودخان په افغانيت او ملت پرستي کې دشک ځای هیڅ نشته . زه هم په خپل وارسره وایم چې سردارمحمدداودخان دخدای وبښي . بلخوا په مړوپسې څوک بد نه وایې بلکې دوعاورته کوي اوبس . هرڅوک چې ومري نودژوندیولپاره په کارده چې ښايي دغلطیوڅخه یې عبرت واخلي ترڅو بیرته تکرارنه شي. زه هم په دې ځای کې دښاغلي عبدالمـنیر (جـــــرمنــي ) خبرې تائیدکوم چې دخدای (ج) امریې په لاندې کرښه کې لیکی دی :


الله تعالی (ج) وایی : مــړي په الله وسـپارﺉ که په الله ایمان لرﺉ ژوندیوته خدمت وکړﺉ .


 شهید سردارمحمدداودهم ښه کارونه کړي دي خوپه څنګ کې یې غلطي هم کړیدي . دبیلګې په توګه نن ورځ دپښتون قام په تباهي کې دهغه دناسم سیاست اوچلنلارې ونډه په ګوته کولای شو. په وروستیودیرشوکالونوکې دپښتنوپاتوټولو حزبي مشرانوناوړه سیاست خولاپریږده . دبیلګې په توګه شهید سردارمحمدداود په ډیره اسانۍ سره کولاې شوه چې په ټول هیوادکې دپښتوژبه رسمي ژبه کړي .

ترخې خبرې :

دمحمدزایانو دواکمنۍ له لاسه چې ضدپښتني سیاست یې غوره کړی وواوهم اوس دوام لري لکه (کرزی) دوه نیم سوه کاله کیږي چې دپښتون قام په سیاسي اوفرهنګي غلامې کې ژوندتیروي .

په اخیرکې پښتنوته دومره ویلای شم چې :

په ژوندیوکې موښه سړي نه شته اوپه مړوکې موبدسړي نه شته


کله چې ما په ۲۰۰۲ زکال کې دارواښادعلی احمدپوپل سره دجرمني ایسن Essen په ښارکې خبرې کولې نویې راته داسې وویل :

اګرجوان میدانیست وپيرمیتوانیست