کور / تازه خبرونه / هيلاري کلنټن هندوستان ته ورسېده

هيلاري کلنټن هندوستان ته ورسېده

 


د امريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلاري کلنټن هندوستان ته په يوه رسمي سفر رسېدلې ده.


تمه ده چي آغلي کلنټن به پنځه ورځي په دغه هيواد کي پاته سي او د لوړ پوړو هندي چارواکو سره به وګوري، د هندوستان او امريکا ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو به وږغېږي.


داسي ګنګوسې دي چي آغلې کلنټن غواړي پر هندوستان فشار واچوي چي له پاکستان سره په اړيکو کي نرمي راولي او همدا راز به د افغانستان په باب هم له هندي چارواکو سره خبري وکړي.