کور / رسنۍ / د هوډ مجلې نوې ګڼه له چاپه را ووته

د هوډ مجلې نوې ګڼه له چاپه را ووته

په کندهار کي د لوى احمدشاه بابا د علمي او کلتوري مرکز لخوا د (هوډ) مجلې پرله پسې دوه ويشتمه ګڼه په دې وروستيو کي د نادرشاه زغم په مديريت او احمدشاکر حبيبي په مرستيالۍ د (٣٤) عنوانو مضامينو په لرلو سره په (١٠٠) مخو کي په رنګه وقايه او ښه صحافت سره له چاپه را ووته.


 


دغه مجله چي له څو کلو راهيسي په کندهار کي د پورته ياد سوي علمي مرکز لخوا خپرېږي، د اذهانو په روڼولو، د پښتني فرهنګ او کلتور په غوړولو او د علمي سرمايې په زياتولو کي يې خپله خاصه ونډه درلودلې ده.
په دغه مجله کي بېلابېلي مذهبي، ادبي، علمي، تاريخي، ساينسي او سياسي ليکني راغلي دي، چي د معلوماتو پر خزانه ښه اضافه راوستلاى سي.
نوموړې مجله په کندهار کي پر لاندي ادرسونو تر لاسه کېداى سي:
 
افغان کتابپلورنځى، سردار مددخان چوک، کندهار ښار
 
کابل کتابپلورنځى، ارګ بازار، کندهار