د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د راپور پر اساس په تېرو پنځلسو ورځو كې كانديدانو پر خپلو انتخاباتي كمپاينونو په ترتيب سره دغومره لګښتونه كړي دي :
- حامد كرزي پر خپل كمپاين ۸۵ مليونه افغانۍ
- سيد كريم جلال ۳۷ مليونه افغانۍ
- محمد ياسين ساپي ۲۶مليونه افغانۍ
- امين ارسلا ۱۱ مليونه افغانۍ
- فروزان فنا ۹ مليونه افغانۍ
- اشرف غني ۷ مليونه افغانۍ
- او عبدالله عبدالله ۶ مليونه افغانۍ لګولي دي.
تر ټولو زيات مصارف ښاغلي كرزي كړي، دغه راز نورو كانديدانو تر دې اندازې كم مصارف كړي دي .
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د جمهوري رياست د ۸ كانديدانو د تېرو پنځلسو ورځو د مصارفو اسناد نه دي ورسپارل شوي .
په داسې حال كې چې د افغانستان په زياتو برخو كې خلك له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي، كانديدان د بريالي كېدو لپاره دومره زيات لګښتونه كوي .