کور / تازه خبرونه / تازه خبر: ٥٠٠٢ امريکايان وژل سوي دي

تازه خبر: ٥٠٠٢ امريکايان وژل سوي دي

يوه امريکايي رسنۍ وايي په افغانستان او عراق کي ٥٠٠٢ امريکايان وژل سوي دي.

د يو، ايس، اې، ټوډې ورځپاڼه وايي له ٢٠٠١ کال راهيسي په افغانستان او ٢٠٠٣ څخه په عراق کي د پنټاګان د مړو پوځيانو شمېر تر ٥٠٠٠ تنو هم واوښتئ.

راپور وايي د جولاى په مياشت کي د ٣٠ امريکايي پوځيانو مړېنه ثابتوي چي دغه مياشت په عمومي ډول په افغانستان کي ټولو بهرنيو عسکرو ته، خو په خاص ډول امريکايانو ته تر ټولو مرګونې ده.

تېره ورځ د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي څلور امريکايان وژل سوي دي، او همدا راز د جولاى په مياشت کي په عراق کي ٧ امريکايي پوځيان وژل سوي دي.

د پنټاګان د رسمي شمېرنو له مخي په افغانستان او عراق کي د امريکا د مړو پوځيانو شمېر تر نن تاريخ پوري ٥٠٠٢ ورسېد، چي په عراق کي ٤٣٣٢ او افغانستان کي ٦٦٩ کسان امريکايان وژل سوي دي.

همدا راز په دواړو هيوادونو کي ١٤ ملکي امريکايان وژل سوي او په نورو بهرنيو هيوادونو کي چي يا يې افغانستان ته او يا هم عراق ته اکمالات کول ٦٨ تنه امريکايان وژل سوي دي.