امريکايي چارواکي وايي د ولسمشر اوباما له خوا د ګوانتانامو زندان په اړه غوښتل سوئ راپور، د پر وخت نه تيارېدو له امله شپږ مياشتي وځنډول سو.
ولسمشر اوباما د انتخاباتي مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه چي د ګوانتانامو بدنامه زندان به تړي، او تر لوړي وروسته يې د دې زندان د بي برخي د تړلو ژمنه تازه کړه او په دې باب يې اړوند ادارې ته د راپور د جوړلو امر وکړ.
د زندان په باب راپور ليکونکې اداره وايي دا کار ځنډنى دئ، شپږ مياشتي وخت نيسي او د ګوانتانامو بي زندان به د راتلونکي کال په جنوري مياشت کي وتړل سي.
تر ٢٠٠١ کال وروسته د بوش د حکومت له خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم دغه خلاص سوئ زندان د ټولي نړۍ او د امريکا د ايتلافي هيوادونو له نيوکو او مخالفت سره – سره پرانيستى پاته سوئ دئ.
د ګوانتانامو په زندان کي اکثره عرب، افغان، پاکستانيان، او د ځينو لوېديځو هيوادونو مسلمانان بنديان دي، چي هلته له هر راز انساني حقونو څخه بې برخي دي.