کور / تازه خبرونه / من موهن سنګ او سونيا ګاندي ته د مرګ ګواښ وسو

من موهن سنګ او سونيا ګاندي ته د مرګ ګواښ وسو

 

د هند ماويست ياغيانو د دغه هيواد لومړي وزير من موهن سنګ او د کانګرس ګوند مشري آغلي سونيا ګاندي ته د مرګ ګواښ وکړ.
په هغه خبرپاڼه کي چي د ماويستانو يا د انډيا کمونيست ګوند له خوا د کورنيو چارو د وزير په نوم خپره سوې، نوموړي ته يې ويلي د کورنيو چارو وزير هغه خوبونه چي د ماويستانو د ختمولو دپاره يې ويني، بېځايه دي اوکه په وزير چدم برم کي غيرت وي، نو د دوى مرکز جهاړ کنډا ته دي ورسي او په سترګو ته يې وويني.

په خبرپاڼه کي راغلي چي د من موهن سنګ او سونيا ګاندي انجام به هم د راجيوګاندي غوندي ختم سي، چي په نويمو کلونو کي د تاميل پړانګانو د يوې ښځينه ځانمرګي له خوا ووژل سو.