کور / تازه خبرونه / فراه : پنځه تنه ځانمرګي بريد کوونکي هدف ته تر رسيدو مخکي په نښه سول

فراه : پنځه تنه ځانمرګي بريد کوونکي هدف ته تر رسيدو مخکي په نښه سول

پنځه تنه ځانمرګي بريد کوونکي هغه مهال په نښه او ووژل سوه کله چي يې غوښتل په فراه ولايت کي بريدونه ترسره کړي ، د فراه ولايت چارواکو په وينا پرون ماځيګر پنځه تنه ځانمرګي بريد کوونکي تر بريد مخکي د امنيتي کسانو لخوا ووژل سوه ، دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ په پکتيا او ننګرهار کي تر پنځلسو زياتو ځانمرګو بريد کوونکو پر دولتي تاسيساتو بريدونه ترسره کړه .