کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جنرال د قتلونو دښته

د جنرال د قتلونو دښته

لیکوال ملزن کلاوس
ژباړن    .  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د  المان له  دیر شپیګل مجلې څخه 

دا لیکنه یوه له هغولومړنیو لیکنو څخه ده چې په شبرغان کې دطا لبانو د ډله ییزو وژنو په اړه د پیښې څخه  یوڅومیاشتو ورسته  د لویدیځ ډلیزو  رسنیو له خوا خپره شوي  .
دغه لیکنه هغه مهال ما وژباړله او د انټرنیت اسانتیاد نه لرولوپه وجه   یواځې  له پېښورڅخه  د هیله مجلې  په دویمه ګڼه کې خپره شوه . د ویبپاڼو له لارې دبیا خپرولو لامل له یوې خوا څو ورځې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د بشري حقونو د څارونکو ډولو له راپورونو او خپرونو وروسته، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دلیلي په دښته کې د جنرال دوستم له خوا د زرګونو طالب وسله والو د ډله يیزي وژنې د ادعاو په اړه دخپل هیواد ملي امنیت ادارې ته  د پلټني امر  ورکړې .  له بلې خواترڅو  زموږ په خاطرو کې د دغو ډله ییزوژنو  اتم تلین یاد د  تل  لپاره  ژوندې وساتل شي .   اوس داوباما حکومت دپیښې په اړه دحقایقو پر راټولول بوخت دی،  په دې پیښه کې   مهم ټکی دهغوکسانو پیژندل دي چې په دې زړه بوګنونکې جنایت کې ښکیل وو،د دغې ستر جنایت  انګیزې او عوامل په اړه باید تحقیقات وشي اومخ توري  جنګي مجرمین  لکه د بوسنیا هیواد جنرالان  کراچیچ او ملادچ   په ډله ییزو وژنو تورن  باید دڼ هاګ  په نړیواله  جزایې محکمه  کې و درول شي . داد فغانانو د باور د ترلاسه کولو لپاره یوه  ډیره مهمه  خبره ده.   تر اوسه   د افغانانو وینو  سره  دنړیوال عدالت چلند له شرمه ډک او تاریخې نه بښوونکې  ګناه  ګڼل کيږي .
د جنګې جنايتکارانو محکمه په افغانستان کې سوله ، ثبات او امنيت تامينوي . په افغانستان کې  تل پاتي سوله او امنيت د قضايې عدالت له پلې کولو څخه بهر ناشونې دي . په افغاني ټولنه کي د بدل او غچ اخيستلو کلتورﻻ ژوندي دی . جزايې عدالت د وژنې پر وړاندي د غچ اخيستني د مخنيوي يوه ﻻره ده  .
که جګړييزه مجرمين محاکمې ته ونه سپارل شي ، د اشونې ده چې خلک په خپل سرغچ اخستلو ته اړ شي .
(  ژباړن  )

دجنرال د قتلونو دښته .
په زرګونه طالب جنګیالي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې شمالي ټلوالې ته ورتسلیم شول. بیا ورسته په دغه دښته کې ډله ییزقبرونه ومیندل شول. د جمهور رئیس د کابینې یو غړی د د غې ډله ییزې وژنې پړه او مسئولیت پر غاړه لري ایا امریکایانو د غه قتلونه زغملي دي؟
دغه دښته د شبرغان شاته پیل کیږي، شبر غان د افغانستان په شمال کې د سوداګرۍ یو ډیر زوړ ښا ر دی ، دلته تود باد تر پاک شنه اسمان لاندې په مترونو ژیړې شکې ډیرۍ کوي . د دغه پوستکارت غوندې ځای په منځ کې څه دي ؟ یوازي څوګامه له سړک څخه لرې د مرګ انځور یا منظره ده. دلته ټوتې ټوتې د ملاهدوکې، لږ وړاندې څو ټوټې د پښتۍ، د ټټر نري هدوکي، کیڼ خواته د کوناتي  هډوکي، لاندنې ژامه یو متر وړاندې د خاورې نه یوه کوپرۍ راوتلې، توروېښتان یې ښکاري . دغه د انسان پاتې شوي ټوټې دي، څه چې دلته په شبرعان کې اټکل اته میاشتې مخکې پېښ شوي دي .
په افغانستان کې ډیرې ګنګوسې شته چې دغه د کرزي حکومت او امریکایي ملاتړي او ملګري ترفشار لاندې راولي، چې د امریکایي سرتیرو او د شمالي ټلوالې په ګډون د طالب جنګي زندانیانو د ډله ییزې وژنې مسئولیت د همدوی پرغاړه دی .دغه  صحنې څه موده مخکې په یو ایرانې تلویزیون کې ښکاره شوې . که څوک په دې اړه لټون لپاره پوښتنې کوي پر جنرال دوستم نه شي تیریدلې . څو اوونۍ مخکې دغه ۵۸ کلن ځوان ازبک د کرزي له خوا د شمالي ولایتونو د مسئول په ټوګه ونومول شو. خو ځواک په شبرغان او شاوخوا کې د کابل له دغې دوعا سربیره هم له دوستم سره و .
دلته په شمال کې ده هر وخت ځان ورګډ کړی دی . بیا یې له دوی سره خیانت کړی دی . لومړی له کمونستانو سره، بیا د مجاهدینو تر څنګ او د یو لنډ وخت لپاره له طالبانو سره هم و .
دغه سړی رحم نه پیژني ځکه په ژوندیو جنګي اسیرانو باندې یې څو ځلي ټانکونه یا شوبلې ورخیږولي دي، د خپلې واکمنۍ د خوندي کولو لپاره دغه خونخور یا وینې څښونکي د خپلو مخالفینو په له منځه وړلو کې له هر څه نه بې پامه کار اخیستی دی ، دغه قتلونه د هغه په دښته کې دي ، دوستم بې له کوم تور یا جرمه وایي چې دا هغه ازبکان دي چې طالبانو څو کاله وړاندي دلته وژلي دي . نو پوښتنه داده چې ولې د شمالي ټلوالې دغه شهیدان په عزتمن او سر لوړي توګه په هدیره کې نه ښخول کیږي ؟ ولې دومره ډیر مات هډوکي لا تر اوسه په چټلي کې په دغه سیمه کې خواره واره تل دي ؟ او څه کوي د طالبانو یو بیرغ یا جنډه د شمالي ټلوالې د مړو د سکلیټونو تر څنګ ؟
دغو پوښتنو ته یو څه مات ګود ځواب په شبرغان کې موندل کیږي، یوازې پوښتنه د جنګي کلا د لارې په وګړو کې ډار اچوي، یو اوزبک شپون ښه تکړه ژنی چې په خوله کې یې  ،، حو ار یو ،،  وه خپله رمه پیوله، په ویره او تلوار د سیند خواته وزغلیدو او نارې یې وکړې چې زه نه پوهیږمه ارامه مې پریږده .
محمد احمد بیا نه ډاریږي دغه بزګر تر خپل ترکټور لاندې پروت دی . له هغه لارې څخه لرې نه دی چې هغې دښتې ته ورځي، تاسو هغه مهال څه ولیدل ؟ احمد یوه دقیقه غلی شو ، یو سکرت یې ولګاوه، شین لوګی یې راوویسته او وچ یې وویل ،،  ما ټول شیان لیدلي دي، زه دلته ژوند کوم د دوستم سرتیرو یو شمیر کنټینره دغې دښتې ته یورل،،په دغه کنټینرونو کې په سلګونو طالب سرتیري وو، دوی خپل ځانونه  اټکل ۲۵۰ کیلومتره لرې په کندوزکې شمالې ټلوالې ته ورتسلیم کړي وو. د طالبانو د مشر ملا عمر څو زره سرتیرې د افغانستان په شمال کې له وسلو سره دوستم ته ورتسلیم شول ، چې یوه برخه جنګي  اسیران یې هماغه مهال ونیول او جنګي قلعه ته راوړل شول، پاتې طالبان چې یو ډیر شمیر یې په خپله خوښه راغلي پاکستاني وو. کنټینرو ته واچول شول، دوی بیا په کنټینرو کې شبرغان ته ولیږدول شول .
د نوامبر په اخره کې په دغه لښکر کوټ کې یو پاڅون وشو، چې د امریکایي پرله پسې هوایې بریدونو په ترڅ کې له منځه یوړل شو. د طالبانو په چوپړ کې هغه وسله تون ولویدو چې دوی له پخوا نه په دغه لښکر کوټ کې پټې وسلې ځای پر ځای کړې وې او د دوستم سړیو ته پټه نه وه . دغه ناببره پاڅون ډیر شمیر امریکایي ایجنټان چې دوی له شمالي ټلوالې سره یو ځای دغه لښکر کوټ کنټرولولو حیران کرل . سربیره پر دې له دغې وروستي  بلوا څخه طالبانو لږ ګټه پورته کړه زیادتره سرتیري په دې پاڅون کې له منځه ولاړل . د شبرغان مړي سره له دې چې په نښته کې نه دي وژل شوي خو دا خبره د دوستم سړي یو ځلي هم نه کوي . په دغه دښته کې د لارې تر څنګ په سلګونو د مردکیو پوښونه پراته وو.چې د درنو وسلو وې ، تر دې لږ وړاندې بیا دانسان  هډوکي .                            دلټه اعدامونه تر سره شوي دي،څنګه چې یو افغان لیدونکی په یو مستند فلم کې ادعا کوي ؟  احمد ډزې نه دي اوریدلي، د قواو راټولېدنه په دغه سیمه کې له رمزه ډکه پاتې کیږي . خو د دغو قبرونو تر څنګ په یوه وخت کې په دغه دښته کې تر ډیرو ورځو کنټینرونه ولاړ وو .
د دغو پیښو شاهد احمد وایي ،،لنډه دا چې سریو دغه مړي اټکل ۶۰۰ یا ۷۰۰  میړه له کنټینرونو څخه را وویستل او په دې دښته کې یې وغورځول . دافغانستان په شمال کې ډله ییزې وژنې په کنټینرونو کې یو میتود دی، چې د مقابل لوري دله منځه وړلو لپاره ترې کار اخیستل کیږي . دا میتود د طالبانو، هزارهګانو او اوزبکانو له خوا کاریده ، میتود تل یوشانې وي . لومړی ډیر شمیر اسیران په یو تنګ ځای کې راټول او پرس کیږي ، په ژمي کې تودوخه په شبرغان کې له ۲۵ نه تر ۳۰ ګرادو رسیږي ، حرارت په دغه پولادي کنټینري قبر کې دورزخ ته ورته وي ، د اکسیجن کمښت پسې دغه سړي ورور ورو د یو ډیر خوږمن او ځوروونکي زندۍ مرګ پر لوري خوځوي .
د لیلې په دښته کې ځینې طالبانو ژوندي پاتې و ، دوی په دغه خوا کې وو ، احمد ویل او ګوته یې د محبس پرلور وخوځوله ، دغه ۴۵ کلن بزګر پر خپل ټراکټور ډډه ولګوله، زه په کافي اندازه پیسې لرم ، زه له دوستمه نه ډاریږم او د خدای پامانۍ په وخت یې وویل .
ایا سړی کولې شي چې دشبرغان د ختینو لوړو دېوالونواو ازغنو سیمونو تر شا د حقیقت او رښتینو نښو او پل په موندلو کې بربالی شي ؟
۱۲۰۰ طالب سرتیري او قوماندانان د محبس په یوه وتلي ځای کز اسیران دي . کله چې د طالبانو په واک کې و د محبس  دغه اوسنی قوماندان اوزبک اختر محمد په خپله په همدې زندان کې بندي و ، هغه په خندني  توګه وویل ،، افغانستان همداسې دی، یووار د یو نوبت دی بل وار د بل ،، ډیر بړبړ غږیږي ، یو سړی چې ۴۳ کالو څخه یې یولس په محبس کې تېر کړي  لکه اختر محمد، هغه چای او شنو انګورو ته  وبللو،، وګوری په ارامه دلته هر څه منظم دي ،، محبس ته چې وګورې یو نمونه محبس برېښي، سور صلیب یو کتنځای لري چې محبوسینو ته په کافي اندازه ډوډۍ، ورېجې،سبابه او اوبه ورکول کیږي، اټکل ۵۰ تنه محبوسین په نري رنځ اخته دي، دوی په یو کرنتن کې ژوند کوي او درملنې یې هم کیږي .
طالبان په درېیو برخو ویشل شوي، دوی برخې د افغانانو او یوه د پاکستانیانو لپاره بیلې شوي چې تر ۴۰۰ تنو پورې په یوه  بلارک کې دي ، ۲۰ متر مربع خیمه کې تر ۱۵ تنو پورې ژوند کوي ، په اوونۍ کې دوه وارې انګړته  ایستل کیږي .
دلومړي بلاک د بندیانو استازي عبدالستار کندهاری دی کوم چې د طالبانو د پورته کیدو اصلي مرکز او دیو سترګي ملا عمر ولایت دی، ستار وایې یو معمولي سرتیری دی نه قوماندان ، دی تېزې تېزې خبرې کوي ، هماغسې چې په مدرسه کې یې زده کړه کړي دي .
غواړی تاسو تر خوشې کیدو وروسته بیا هم وجنګېږئ ؟ کله چې په کابل کې بې بوکرې ښځې وګورئ چې ښونځیوته د تللو اجازه لري هغه وخت  به تاسو څه وکړئ ؟ ستار له غوسې شوندې و چیچلې ، ده وویل ، زه یې باید لومړی وګورم ، دهغه په څنک یو ساتونکی په شین یونیفورم کې ولاړ دی طالب ته یې دهغه په خبرو ګوت څنډنه وکړه .
عمران یو ۲۲ کلن پاکستانی د محبس ساتونکي ته څه خاص اهمیت نه ورکوي ، دغه د لاهور ډودۍ پخوونکی په نوامبر کې د خپل ملا په غږ افغان ورونو ته د وسلود مرستې په نیت روان شوی و .پس له دوه ورځو دی په کندوز کې اسیر شوی، یو بدمرغه انسان دی په څه خبر و .
عمران په انګرېزي وایي ، زه په کنټینر کې وم، ساتونکی په دې خبرو نه پوهېږي  زړه تنګی شي او په  خپله مخه ځي ،، موږ یې تر ۳۰۰ تنو په یوه کنټینر کې یو ځای تېل وهلو، بیا یې موږ دښتې ته یوړو، په لومړیو درېیو ساعتونو کې هغه چې په جګړه کې تپي وو مړه شول ، بیا بوډاګان چې دوی ته هوا ونه رسیده،، عمران زیاتوي  په سلګونو مړي په یوه کنټینر کې وو ، د عمران وینا ډیرو نورو محبوسینو تصدیق کړه ، په دویم بلاک کې افغانان وو، چې ډیر شمیر سړي په کې ناست وو ،پوښتنه ترې وشوه چې څوک په داسې کنټینرونو کې بندیان شوي وو، چې مړي په کې وو ؟ دیرو لاسونه پورته او د قتلونو خبرونه یې تائید کړل .
تر ۲۰۰۰ زیات په هغه مهال مړه شول، ملا عبدالمنان یو شین سترګی پښتون له سویل نه وویل . دغه شمیره به له دې هم زیاته وي ، په شبرغان کې یو اوزبک ډاکټر چې ځان یې نه معرفي کاوه، ځکه چې د دوستم په سیمه کې یې کار کاوه، داخبرونه چې د هواد بندېدو له امله وژل ځښت ډیر  وو  تصدیق کړل .
دا چې د جنرال دستم ملیشې جنګې  ډله ییزې وژنې تر سره کړي نو بي له شکه امریکایي سرتیري هم په کې وو . دوی د طالبانود اسیرانو ورمېږونه په رښتیا سره مات کړل ، د پوښتنې ګرویږنې او پلټنې پر مهال به زیاته شکنجه ورکول کیدله .
دغه خبرې همدارنګه د کنټینر لاری چلوونکي او هم نورو عیني شاهدانو په مستند فلم کې په څرګنده توګه کړی دي . د عمران په یاد راځي چې په کندوز کې ډیر امریکایان وو ،کله چې په کندوز کې له کنټینره راوویستل شو، ډیر کمزوزی و هېڅ یې نه شولیدلې . محمد یو بل بزګر نه شي کولی چې امریکایان خپل خاطر ته رالولي هلته د دوستم سړي وو .
امریکایان په دې هیله وو چې چیرته به اسامه بن لادن او ملا عمر ونیسي، د جنګي کلا په پاڅون کې د سي ای اې  یو سړی هم ووژل شو ، یو شمیر په ډزو کې ټپیان شول، دوی امریکایي یونیفورم نه لرلو، بلکې ملي افغاني کالي یې اغوستي وو چې نور ونه پیژندل شي . دغو امریکایي مشتریانو خپلې وسلې په وطني عامو کلاشینکوفونو بدلې کړې وې .
له تصوره وتلې خبره ده چې دغه په شمالي ټلواله کې ځای پرځای شوي د سي ای اې اجنټان د شبرغان په ډګر کې پرایښودل شویو اوسپنیزو تابوتونو باندې خپل پام واړوي ، یا  پرې څه فکر وکړي او یا په دې اړه د بشر حقوقو په رڼا کې په دې اړه کومه خواخوږي ښکاره کړي، هغوی دیو انسان په ټوګه له طالبانو سره هېڅ علاقمندي نه لرله .
د محبس امر په ډېرو باټو او کبر وایې چې د دغه ځای بندیان اوس په ګونتانامو کې ناست دي .