کور / سپورټي / په حالاتو انګېرنه

په حالاتو انګېرنه

په اوسنیو حالاتو کې زموږ هېواد او هېوادوال خو په ځانګړي توګه د ټولنې نیمه برخه لا زیات چې ښځې تشکیلوي د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د سینې څښېدو په حالت کې خپل ژوند پر مخ بيايي . لکه د ژرندې دل شوې دانه د دوؤ تیږو ترمېنځ په حیرانتيا کې د هر راز پرمختګ او ژوند کولو نه سل کاله وروسته پاتې شوي  دي او د رنځ او مقاومت  تر مېنځ د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي.


اوسني حالات دا راته په ګوته کوي چې زمونږ په وروسته پاتې هېواد کې ولس د امریکې او غربي هېوادو لخوا تر يوه عجیبه فشار لاندې راغلي دي چې په هېواد کې دننه او د باندې کوم هېوادوال چې د پوهانو په نوم ځانونه د تدبیر خاوندان بولي يا پدغه اوسني حکومت  کې ښکېل شوي نامتو کسان چې د اشغال شوي وطن خدمتګاران دي د ملګرو ملتونو د جهاني پلي شوي قانون نه په بې خبرۍ کې نه يوازې ځانونه تباه کوي بلکه زمونږ هېواد لکه  دا نن د تل لپاره د بدمرغۍ سره مخامخ کوي ځکه چې دغه کسان نه يوازې د امریکې اخیستي مريان دي بلکه د هغه سالم تفکر خاوندان  ندي کوم چې د ولس هیله ده. يو خوا د ستونزو د حل مېړني ندي له بل پلوه پدې فکر نه کوي چې د نن ستونزې په هېواد کې له دوؤ افراطي ډلو نه رامنځ ته شوي دي . لمړی د امريکې او غربي هېوادو بې بنياده افراطي ډېموکراسۍ د پلي کولو وجه ده چې په يوه دودیزه او  نالوستې ټولنه کې ېې راوستل نه يوازې ستونزمن کار دی بلکه له وخته مخکې ېې بللی شو.


دوېمه ډله چې د افراطي بنسټ پالونکو هغه غوښتنه ده چې لمړی د يویشتمې صدۍ سره په ټکر کې ده او دويم دا چې زمونږ په کلتوري ، فرهنګي ، او په غني ادب پالونکې ټولنه کې د احمدشاه بابا له دوران نه چې د قبایلي دورې نظام ؤ تر داؤد خان پورې چې د جمهوري رياست موسس ؤ،  افغانستان په يوه داسې نظام کې روان و چې هېڅ راز افراطيت پکې ځای نشوای نیولی چې هم پکې د دین تحفظ حاکميت درلود او هم پکې د ملي حاکميت ډېموکراسي په تعدل سره محفوظه وه . چې ددغه په وجه زموږ په پېژندل شوې ټولنه کې په هېڅ صورت افراطي نظام که له هر پلوه وي،  راتلای نشي .


زما په اند د دغو دواړو افراطي ډلو ترمېنځ زموږ په هېواد کې ډېره بې عدالتي او بې انصافي زموږ د ښځينه  طبقې په وړاندې روانه ده چې دا روان حالت نه د  او نه هم د منلو وړ ګڼل کېږي . موږ افغاني ښځې د امريکې او غربي نړۍ ډېموکراسي نه غواړو ، تر هرڅه دمخه موږ له خپلې ټولنې نه د انساني کراماتو له مخې انساني حقوق غواړو چې زموږ د شخصیت په وده کې موږ ته تحفظ راکړ شي زموږ د عزت ساتنه وشي موږ ته امن راکړ شي وروسته تر دې د موږ ته دلوست او لیک شرايط برابر کړای شي چې موږ د هرراز پوهې په لاس ته راوړو سره د خپل حقوق او د خپلې ټولنې او وګړو حقوق وپېژنو . زمونږ په هېواد کې تراوسه د سړو حقوق نه دي پرځای شوي کله چې زموږ په خلکو کې دا پوهه نه شته چې خپل د ځان د خپلې ټولنې او د خپل هېواد حقوق  وپېژني، نو څنګه کېدای شي چې د ښځو حقوق وپېژني؟  له هرڅه مخکې پکار دا ده چې د نارینه ؤ لپاره د پوهې او زده کړې شرايط برابر شي هغه پوهه چې وتوانېږي د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي.


په يوه هېواد کې چې امن نه وي د نارینه ؤ د حقوقو تحفظ نه وي ، کار نه وي کور نه وي، کر او کښت نه وي، ښوونکی او زده کوونکی نه وي ، ښوونځی او مدرسه نه وي په هغه هېواد کې څرنګه کولی شو چې د ډېموکراسۍ چیغې ووهو؟


زموږ په هېواد کې د امن د نشتوالي له سببه  د زورواکۍ،  بلواکۍ ، او د بې قانونه حکومت له وجې ملک الطوايفۍ نظام روان او چلېږي. هغه  د چا خبره ، ٫٫ زیارت کې بنډاره ده، خورې تم پسې راځه ،،.


چې دا ټوله بدمرغي  د امريکې او غربيانو د زورواکۍ او زموږ د بلواکه حکومت د آزاد بازار په نوم انارشي ده چې زموږ د مظلوم ولس او بې پولې  هېواد ېې د هر راز بدبختۍ په جال کې د خپلو ګټو لپاره ښکېل کړی  دی . د پوهې دروازې ېې پرې تړلي دي، د اقتصادي وحشت په ستونزو ېې اخته کړی دی. د کار او روزګار مخه ېې په وژلو، ټکولو، جېلونو او خپل منځي شخړو اړولی دی . لنډه دا چې په دا ټولو سربېره زموږ  زړور  ولس د يوه روحي فشار لاندې چې بهرنيانو او داخلي غرب پلؤو ترسخت تهدید لاندې دي چې ټولنه ېې د اخلاقي فساد پلور روانه کړېده په ماشومو نجونو او هلکانو باندې د جنسي تېريو لړۍ د زور او زرو له لارې ترسره کېږي د عدالت ، د انصاف تله د زورورؤ د زور په بدل کې سپکه شوې څه چې بلکل له منځه تللې ده.


په ټولنه کې د بې بزاعته ژوند له کبله  ولس د مرګ په مېنځ کې راښکېل شوی دی د حق ناره او د ريښتيا  وييلو خولې ګونګۍ شوي دي چې هغه بُږنوونکي غږونه چې د يوې مظلومې مور، بې ګناه ښځې او معصومې خور له خولې د نړۍ غوږو ته  ورسوي.  هغه خولې ماتې، هغه ژبې ګونګۍ او هغه سترګې ړندې شوي دي ، چې د انساني کراماتو له مخې د سپېڅلي مذهب د روایت ، د پښتو او افغانیت د پت او افغاني غیرت له مخې ېې په عقلي تفکر، په عمل کې څرګند کړي . دا ځکه چې سر نلرو نو سرور به له کومه کړو؟ په هېواد کې د انارشۍ (ګډوډۍ) بهران روان دی . امریکا او غربي زور واکان او زموږ د ټولنې بلواکان سره يوځای شويدي . د ولس د وينو په خړو کې خپل د ګټې کبان نیسي . د زمرو له نشتوالي ، ګیدړان چارواکي کوي . په اوسني  بهراني حالاتو کې تاسو وواياست چې زمونږ د وران شوي ویجاړ شوي او اشغال شوي هېواد په ټولنه کې به ښځې څه حال لري؟


زه دخپل هېواد ټولوافغانو ښځو ته خواست کوم چې دا فکر مه کوۍ چې څوک ياست، په کوم ځای کې ياست څه کاره ياست؟ خو صرف او يوازې داسې وګڼۍ چې په هرځای کې د افغانې ښځې په حیث يو اتحاد اتفاق او يو لاس د نړۍ ښځو ته د خپل انساني حقوقو د تحفظ او امن غږ اوچت کړۍ او د خپل اسلامي او افغاني دود سره سم په خپلې ټولنې، د مهربانو میندو پشان زړه  وسوځۍ او ټولنې ته د بدمرغۍ نه د خلاصون او سمون پخاطر،  ښه سالم، د تفکر خاوندان ، کلتور او فرهنګ خاوندان د سالمو مسلمانانو په توګه خپل راتلونکی نسل وروزۍ چې د هېواد پالنې او انسان دوستۍ بېلګه شي. ځکه چې ښځه د سولې سمبول ده، ښځه د ټولنې د سمون او آبادۍ وجه ده ښځه په يوه لاس زانګو زنګوي او په بل لاس جهان.