کور / تازه خبرونه / بلجیم : ۳ تنه بنديان د هلیکوپتر په مرسته تښتېدلي دي

بلجیم : ۳ تنه بنديان د هلیکوپتر په مرسته تښتېدلي دي

د بلجیم د بروجېس نومي ښار د یو زندان څخه درې تنه بنديان د يو عادي هليکوپتر په مرسته تښتېدلي چي تښتول سوې هليکوپتر  وروسته د آلټر نومي سيمي په يوه زراعتي چمن کښي موندل سوې ده .


نوموړي بنديان  په ۲۰ کيلو متري کښي کښته سوي او له همهغه ځايه څخه يې په يوه غلا سوي موټر کښي ځانونه د بلجیم يوې بحري سيمي ته رسولي دي .


د راپورونو له مخي نوموړي درې تښتېدلي بنديان د بلجیم د غټو جنایت کارانو له ډلي څخه شمېرل سوي چي یو له دغو درو تنو څخه مخکښي هم په تېښته بريالی سوئ وو، پولیسو د نوموړو د نيولو هڅي پېل کړي دي .