کور / کیسه / صايمه

صايمه

دغرمي ۱۲ بجي وي چی دساختمانی دفتر ته ورسيدم ددفتر ددروازه مي خلاصه کړه په يوه تور رنكه توكر مي سترګي ولكيدي ددروازی کلفک می لا نه وو ايله کړي دستی می سلام ووایه دسلام جواب مي په نازک ږغ سره می واوريدي چی ويل يی وعليکم سلام ګرانه څنګه یې ؟
فرهاد : مننه ښه یم مهرباني وکړه پرځای کښینه د د فتر دمشر سره مي هم ستړي مه سي وکړه د دفتر مشر (۲۲) کلن ځوان وونوم یې علی احمد و ما په د دفتر کې دمشاویر په توګه کارورسره کاوه (۱۰) ورځي دعلی احمد د واده کیدلي .
علی احمد : څنګه یې فرهاد جانه شپه په  خیر تیره سوه ؟
فرهاد : ولا په خیر تیره سوه علی احمد جانه پرتا هم شپه په خیر تیره سوه ؟
علی احمد : هو. فرهاد جانه شپه په خیر تیره سوه .
دمیز پر سر دزنګ سویچ وو سویچ یې وواهه ملا حظیم راغلی ودریدی
علی احمد : دري ګیلاسه شیریخ راوړه
دملاحظیم دتګ سره سم اخبارمی راواخیسي او داخبار په ویلو مي شروع وکړه
دستي ملاحظیم شيریخ راوړی داخبار یوه صفحه  مي لا نه لوستلی چې یو مینناک اوازمی  تر غوږ سوچې ویل یې
 صایمه : شیریخ وخوره
اخبار می کښته کې ومې ویل
فرهاد : خورم یې (وبخښې ستاسو نوم څه خبره مې لانه پوره کړې چې ویې ویل
 صایمه : زما نوم صایمه ده .
فرهاد : ډیره مننه صایمي .
ما هم د شیریخ  ګیلاس په لاس کې ونیوې ، صایمې شیریخ په ساه وواهه او ټوهي یې مخ سور کړسترګي یې داوښکوډکي سوي علی احمد دستې دخپل جیب څخه دسمال راویسی
علی احمد : واخله دسمال
فرهاد : صایمې چاویادولې؟
صایمه : نه پوهیږم ټو خی راغلی
داخبار ویل نور خوندنه راکاوه اخبار مې کت کړې او پرمیز مې کښیښود علی احمد دخپل ځایه راولاړ سو دصایمې څنګ ته کښینستی علی احمد دصایمې سره کرار کرار خبري شروع کړي دوي خبري سره کولي ما خپل تلیفون دجیب څخه راویستی په تلیفون مې ځان اخته کې څو دقیقي دوي خبري وکړې علی احمد راته وویل
علی احمد : فرهاد جانه زه ځم په بازار کې به دخپل کور لپاره به یو څه سودا وکړم او صایمه به هم تر خپله کوره ورسوم ورسته به خپل کورته ولاړسم .
فرهاد : سمه ده تاسو ولاړ سي زه هم لږڅه کار لرم زه هم بیا ځم .
دوي په خپل موټر کې ولا ړه زما هم طا قت ونه سو د دفتر څخه راووتم په خپل موټر کې کښیستم دبازار پرخوا ولاړم په بازار کې مې دعلی احمد موټر ولیدی په موټر کې علی احمد،صایمه،او یو بل نفردشاپه سیټ دصایمې سره ناست و دا نفر ما نه پیژندی او نه مې تراوسه دعلی احمد سره لیدلی و چې څوک دی دانفر سپین رنګه کالي اغوستي وه دسر وریښتان غټ وه او سګریټ یې په لاس کې ویو لاس یې دموټر دهندارې څخه رایستلی و . په بازار کې دموټرو ډیر ګڼه ګوڼه وه په دغه ګڼه ګوڼه کې زه دعلی احمد په موټر پسې سوم دګڼي ګوڼی څخه ووتلو
علی احمد موټر دیوې کوڅي په خوله کې موټر ودروي . علی احمد ، صایمه او سپین کالی نفر دموټر څخه راکښته سول او دکوڅي پر خوا رهي سول ما موټر د علی احمد دموټر څخه لیري ودروۍ دموټر څخه کښته سوم او د دوي پرخوا رهي سوم دکوڅي دیو دیواله سره پټ ودریدلم اودوي ته می کتل .
علی احمد دیو کلف کور د دروازي مخي ته ودریدل علی احمد دجیب څخه کیلۍ راوکښلي او دروازه یې په خلاصه کړه کورته اول علی احمد ننوتی بیا صایمه .
صایمه چې کورته ننوتل سپین کالي دصایمي پرشالاس ونیوی ،صایمه او سپین کالی سړی دواړه په کور ننوتل دروازه یې دکور ددنني خواڅخه بنده کړه
زما نور طا قت هم ونه سو ور غلم دروازه می وروټکول ، د دروازي هیڅ جواب نه راکول کیدی ، ډیره ګرمي وه بدن می ټوله په خولو وو
دروازه مې ډیره په زوره وټکول خو دروازه چا نه خلاصول ، ومی ویل دوي به دکور په پای خونو کې به ناست وي .
د دریم ځل د دروازی ټکولومی لاس لړزیده په لړزیدلی لاس می بیا دروازه وټکول خو چا ددروازه هیڅ نه راته خلاصول بله لاره راته نه وه ، لږ فکر می وکړی . که یی دروازه خلاصه کړه څه به ورته ووایم ؟ که یی ویل چې زموږ ځای چا دروښودی ؟ څه شی کوی ؟ ولی په موږ پسی سوی یې ؟ .
زه به څه جواب ورکړم ؟ ورته وبه وایم چې  لږڅه پیسی مې په کار وي.
دروازه می دڅلورم ځل لپاره بیا وټکول جواب نه وو
بیا په لږ سوچ کې سوم په دغه سوچ کې وم چې یوه چغه مې تر غوږ سوه ومې ویل چې یو کیسه ده ، په ځغستا ولاړم دموټر خواته چې دموټر څخه یو شی راوړم دروازه په خلاصه کړم  دموټر څخه پیچ کش مې
راواخیسی په ځغستا بیرته راغلم دکور دروازه خلاصه سوې وه دغسي کورته ورننوتم دسرای راسته لاس ته دیوې خوني دروازه خلاصه وه سپینه پرده پرزړیدل پرده باد پورته او کښته کول دخوني ته ورننوتم په خونه کې دخوښۍ فضا نه وه په خونه کې د قیامت ورځ وه دخوني شا وخوا په سرو وینو باندي رنګه وه دخوني په پای کې پرکوربچه باندي سپین بدن په سرو وینو لړلی صایمه پرته وه دسر تور وریښتان یې پرمخ پراته وه په خونه کې څو کوربچي پرتي وي یوه کوربچه می پرواچول 
کوښښ مې کاوه چې ددې کوره ژرترژره ووزم په لړزیدلی بدن په لړزیدلي پښو دکور دروازي ته می ځان ورساوه دکوره لانه وم وتلی چې د دریش ناره راباندي وسوه په یوه دقیقه مې کې لاسونه تر شاوتړل سول ، اوازمې چا نه اوریدی پرسر او شا مې دکونداغونو باندي وهل کیدلم ، دسرڅخه مې سري ویني تویدلي دبې حوښه کیدو په حال کې وم دسترګودبغلو شاوخوامې وکتل ډیر پولیس ولاړوه دپولیسو په منځ کې يوسپین کالی سړی هم ولاړوو ، دکوڅي خلګ هم راباندي راټول وه دلسو کالو په بند ذندانی سوم .


لیکوال : پیرمحمد امید 
آعباس آبا
چهار شنبه 23/07/2008