کور / تازه خبرونه / پوهنتون ته وسله وال ننوتئ، اضطراري حالت اعلان سو

پوهنتون ته وسله وال ننوتئ، اضطراري حالت اعلان سو

 

د امريکا په فلوريډا ايالت کي يوه پوهنتون ته وسله وال کس ننوتلئ او پوليسو اضطراري حالت اعلان کړئ دئ.

امريکايي مطبوعات وايي پوليسو ته په پوهنتون کي د يوه وسله وال سړي د سته والي خبر رسېدلئ او ايمرجنسي حالت اعلان سوئ دئ.

خبرونه وايي پوليس د نوموړي پوهنتون ودانۍ ته رسېدلي او شاوخوا سيمه يې محاصره کړې ده، تر اوسه د دې پېښي په اړه معلومات نسته چي وسله وال څنګه او د کوم هدف دپاره پوهنتون ته ننوتلئ دئ، خو د پوهنتون محصلينو سره له دې چي هلته بند پاته دي تر اوسه کوم زيان نه دئ ورته اوښتئ.