کور / تازه خبرونه / ګورډن براون او اوباما پر افغانستان وږغېدل

ګورډن براون او اوباما پر افغانستان وږغېدل

 

د برتانيې صدراعظم ګورډن براون د امريکا له ولسشمر باراک اوباما سره د افغانستان په باب ټلېفوني خبري کړي دي.

برتانوي مطبوعات وايي صدراعظم له ولسمشر اوباما سره افغانستان ته د ١٢٥ تنو نورو عسکرو او په دغه هيواد کي د برتانوي او امريکايي پوځيانو پر عملياتو او مرګ ژوبله باندي ږغېدلئ دئ او باراک اوباما ته يې ډاډ ورکړئ چي برتانيه به د دوى په اصطلاح د ترهګرۍ خلاف جنګ کي له امريکا سره څنګ پر ځنګ ولاړه وي.

په افغانستان کي د برتانوي پوځيانو د وجود په اړه تېره اونۍ د برتانويانو مخالفت هغه وخت زيات سو چي په دوو اونيو کي ١٨ پوځيان مړه سول او برتانويانو له افغانستان څخه د انګريزي عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه.