طالبان په ننګرهار کي د بريدونو ادعا کوي

د لراوبر اداره | جولای 25th, 2009


نن سهارپاوکـــم اتـــــه بجې دننګرهارولايت داګام ولسوالۍ له لووري دپچيروسيمې ته پرغځېدلې لاره دبهرنیانوله خواد جوړشوي شـــرکت يوشاورموټرچي دساتنې لپــــاره يوشمېرپوليس هم ورسره ملګري ول د توره بوړه اسلامي محاذ د طالبانو له لووري په ماين والوزول شوچي له امله يې موټـــــرچلوونکی سخت ټپــــي اودوه تنه پوليس هم وژل شوي دي .  دا خبره د توره بوړه اسلامي محاذ وياند قاري سجاد لراوبر ته وکړه ، نوموړي زياته کړه چي وسله والو کسانو يې چي په درنواوسپکووسلوسمبال ووبېګادوې بجې دننګرهــــارولايت دخوګياڼوولسوالــــــۍ په اړونده سيمه چمتله کي ددولت پريوه پوسته مخامخ بريدوکــړدرنه جګړه رامنځ ته شوه چي درې پاوه پرله پسې روانه وه خودښمن ته داوښتوزيانونـــــوپه اړه تراوسه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي . قاري سجاد وايي چي په دواړو پيښو کي يې طالبانو ته زيان نه دی اوښتی .

Copyright Larawbar 2007-2024