کور / تازه خبرونه / چخانسور : د کانکور آزموينه واخيستل شوه

چخانسور : د کانکور آزموينه واخيستل شوه

په نيمروز ولايت کې نن د جدې په ١٢مه د دغه ولايت د اړونده ليسو له ٩٦ تنو نارينه او ښځينه فارغانو څخه پوهنتونونو ته د تلو په غرض د کانکور آزموينه واخستل شوه.

د نوموړي آزمويني دپاره دسوالونو او نورو موادو بکسونه، د نيمروز د والي او د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت په مخکي پرانيستل شول او تر ويشلو وروسته يي د آزمويني اخيستلو لړۍ پيل شوه.

دتيرو کلنو په شان دغه آزموينه هم د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت له خوا له هغو کسانو څخه اخستل کيږي چي دوولسم ټولګۍ يي لوستي وي او دهمدي ټولګۍ د فراغت اسناد په لاس کي ولري .