کور / تازه خبرونه / ناټو دوه افغان پوليس ووژل

ناټو دوه افغان پوليس ووژل

د ناټو ځواکونو په کندهار کي دوه افغان پوليس د ډزو پر مهال وېشتلي دي.


په کابل د آيساف ځواکونو له خوا يوه خپره سوې اعلاميه وايي چي دغه پوليس د کندهار په ولايت کي د جمعې د ورځي په ماښام وژل سوي دي.


د جنوب لوېديځ زون د پوليسو مشر غلام علي وحدت هم د آيساف ځواکونو له خوا د دوو افغان پوليسو وژنه تائېدوي پوليسو په کندهار ښار کي ګزمه کوله چي د ايساف ځواکونو ټکان پر وکړه دوه يې مړه او درې يې ټپيان کړل.


د ناټو ځواکونو دا يوه تېروتنه بللې او په دې کار کي يې بهرني پوځيان او افغان پوليس دواړه پړه بللي دي.