کور / تازه خبرونه / دزابل په ميزانه والسوالۍ کې ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې

دزابل په ميزانه والسوالۍ کې ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې

په زابل کې  نړيوالوځواکونوعمليات کړي چې په ترڅ کې يې دسيمه ييزوچارواکوپه خبره دولسي وګړوپه ګډون دولس تنوته مرګ ژوبله اړه ولې ده .
پېښه دمېزاني والسوالۍ په تاخوم کلي کې رامنځ ته شوې ده .
دزابل دامنيې قومندانۍ دامنيت آمرسمونوال جيلاني خان فراهي لراوبرته وويل چې پدغه عملياتوکې دوسله والوطالبانويوسيمه ييزقومندان اودهغه ساتونکى  له څلورو تنوولسي وګړوسره يوځاى وژل شوى اوشپږتنه نورولسي وګړي ټپيان سوي دي .
دامنيت آمرزياته کړل چې نړيوالوځواکونووروسته له هغه دغه عمليات ترسره کړل کله چې يې دوسله والوطالبانويومرکزپه نښه کړ.
ددغې پېښي ټپيان دکندهارميرويس روغتون ته لېږدول سوي
خوخپله وسله وال طالبان په ميزانه ولسوالۍ کې دخپلوملګرو وژنه نه مني .
دوسله والوطالبانووياندقاري يوسف احمدي رسنيوته ويلي چې په پېښه کې ټول قرباني شوي کسان ولسي وګړي دي .
تردې مخکې نړيوالوځواکونوديوې خبرپاڼې په خپره ولوسره ويلي چې دزابل په مېزانه والسوالۍ کې دډزوپه ترڅ کې يوولسي وګړى وژلي اوسپږ تنه نوريې ټپيان کړي دي .
خبرپاڼې زياته کړې چې شپږتنه افغانان د ايساف ځواکونو په ډزو هغه مهال ټپيان شول، کله چې دا ځواکونه له وسلوالو مخالفينو سره په يوې نښتې کې راګير شول .
تردې يوازي يوه اونۍ مخکې دکندهارپه شاه ولي کوټ والسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې نږدې اوولس  تنو ولسي وګړوته چې مېرمنې اوکوچنيان پکې شامل وو مرګ ژوبله اوښتې  وه .