هرات : ځانمرګي بريد ۱۲ مړه ۱۱ زخميان کړل

د لراوبر اداره | اگست 3rd, 2009


لراوبر ته له هرات څخه په تازه رارسيدلي خبر کي ويل سوي چي ددې ولايت د انجيل په ولسوالي کي درنه چاودنه وسوه ، عيني شاهدانو په هرات کي لراوبر ته په ټيلفون کي وويل چي دوولس تنه ملي پوليس او ملکي وګړي ځای پر ځای وژل سوي او د دې ولسوالۍ د امنيې قومندان په ګډون لس تنه نور زخميان دي .


د هرات چارواکي د پېښي څخه بې خبري څرګندوي ، يوه تن د نوم پټ ساتلو په شرط وويل چي دا ځانمرګی بريد نه بلکي د سړک دغاړي بم و چي هدف يې د انجيل ولسوالی د امنيې قومندان خواجه عيسی و .


يوه بل عيني شاهد لراوبر ته وويل چي پردې مهال په سيمه کي د بهرنيانو کاروان د تيريدو په حال کي و چي دا پېښه رامنځته سوه  .


طالب وياند قاري يوسف اوس ناوخته د يو نامعلومه ځايه څخه د ټيليفون پر کرښه دغه د سړک غاړي بمي بريد وباله چي دده په وينا د دوی د مجاهدينو له خوا ځای پر ځای سوئ وو.

Copyright Larawbar 2007-2024