وتلی افغان سندرغاړی فرهاد دريا د افغانستان په دريو لويو ښارونو کي کنسرټونه ورکوي ، ټاکل سوې ده چي په دې کنسرټونو کي به ملي او نړيوالي سندري وويل سي ، په پام کي ده چي دا کنسرټونه به د لويو ښارونو په لوبغالو ( سټوډيوم ) کي جوړسي او ورتګ به يې وړيا وي .
فرهاد دريا د زيات شمير بې سرپرسته ماشومانو د ښووني او روزني او هستوګنځيو په برخه کي کومکونه کوي چي له دې امله يې د ملګرو ملتونو لخوا د سولي د استازي لقب ګټلی دی .