کور / تازه خبرونه / هندوستان : د خوګ زکام له کبله یوه انجلۍ مړه سوه

هندوستان : د خوګ زکام له کبله یوه انجلۍ مړه سوه

د هندوستان د روغتيا وزارت خبر ورکړئ دئ چي د لومړي ځل لپاره په هندوستان کښي د خوګ د زکام له امله يوه ۱۴ کلنه انجلۍ مړه سوه .
 
نوموړې چي ریا شېخ نومېدل دهند د پوني نومي ښار یوه زده کوونکې وه چي د جولای د میاشتي پر ۲۱ نېټه يې د خوګ د زکام د نښو نښانو (ساده زکام او د سر درد) څخه زیات تکلیف درلودئ خو د ښوونځۍ د پېل کېدو څخه مخکي پکښي نوموړي نښي نښانې بیرته نه لیدل کېدلې.

د جولای پر ۲۵ نېټه بیا د تبي څخه په تکلیف وه چي د شخصي ډاکټر لخوا تر تداوي لاندي نيول سوې وه خو د هغې تبه دوامداره وه .